کور / شعر / فتوي (ازادشعر)

فتوي (ازادشعر)

خلګ راټول سول په فتوي د سنګسار
(ميرمن) بد نامه سول
چي ول دا زوي دي
نه د پلار د نسله
او نه يې پلار دي معلوم
دا تا ګنا کړيده
ها وار خطا ميرمني
قسم.قسم وخوړي
خلګو هيڅ نه منلي
مېرمن په عجز اشاره کړل
د زانګو و لورته
تر ليندۍ لاندي و معصوم ماشوم ته
تاسي له ده نه شاهدي و پو ښتي
هغوي پر چم د رخشند
ميرمن ته وويله
چي دا دوو شپو ما شوم
به څه خبري وکړي؟؟
هغوي زوي مړو،د با بيزي په سوالو هلک ته وويله
چي د ا رشتيا ده هلکه؟
هغه د دوو شپو ماشوم
د معصو ميت په ژبه
د خپلي مور د پاکۍ
ښه ګواهي کړه ادا
اوورته ويې ويل
زه پيغمبر يم ګورئ
زه به کتاب راوړمه
ښه به يې باب راوړمه
خو دغه واوري خلګو
((چي تر ما وروسته جانان
هغه نيازمند
چي زمانه يې خداي په روي ښکاره کړه
هغه احمد پيغمبر(ص)
دلته به راوړي تشريف
تاسي ته لار به ښوي
هغه زلمي ، بشارت هغه تور سترګي نبي
سي به قران پر نازل
هغه وروستي قانون دي
اخيرني پيغمبر
اخيرني قانون دي

بي بي فاطمة الزهرا (رض) روغتون
١٣٨٣ ١٠