بلجيم : جهاني او د هغه د جهان څېړنغونډه (راپور) video

د لراوبر اداره | جولای 16th, 2010


په بلجيم کي د افغانستان د وتلي شاعر عبدالباري جهاني د کار او ژوند په اړه دوه ورځنی سيمينار پرون د جولای پر لسمه د شپې ناوخته پای ته ورسېدئ .

د سيمينار په لمړۍ ورځ له بېلابېلو هيوادونو راغليو پوهانو ، ليکوالو او اديبانو د ښاغلي جهاني د کار او ژوند په اړه څېړنيزي مقالې او ويناوي واورولې ، دغه ډول ښاغلي جهاني هم د لومړۍ ورځي په اوږدو کي د خپلو تازه او زړه وړونکو شعرونو تر څنګ د هيواد او ولس تر منځ د يووالي په موخه ارزښتناکه وينا واوروله . غونډي د يو شمېر برخه والو لخوا د www.JahaniOnline.com په نوم ويبپاڼه د ښاغلي جهاني د ژوند ، شعرونو او اثارو  د وړاندي کولو په موخه د آغلي زرغونې ژواک  او ښاغليو ډاکټر ماخان شينواری ، واحدنظري ، نعمت خان ، پاچا صاحب ، مفتون صاحب ، نعمت خان  او رحمت ګل ځواکمن لخوا په رسمي ډول پرانستل سوه .



د څېړنغونډي دوهمه ورځ چي مشاعرې ، موسيقۍ او اتڼونو ته ځانګړې سوې وه هم ماځيګر پيل او د شپې تر درې نيمو بجو يې دوام وکړ .

د مشاعرې ګډونوالو په زړه پوری شعرونه واوروله ، دغه ډول ځيني برخه والو د نورو لخوا ورسپارل سوي شعرونه هم ولوستل ، له کندهاره د ښاغلي جهاني صاحب په نوم د ځوان شاعر عبدالقديم پتيال شعر چي خالد هادي ولوست د برخه والو پاملرنه جلب کړه ، خو د خالد هادي د ( له ما به نه پوښتې چي دی چيري دی ) تر سرليک لاندي شعر ته هم خپله خالد هادي او هم غونډي ځينو برخه والو اوښکي توی کړې .

د موسيقۍ په برخه کي له سويډن څخه خوږژبی سندرغاړی همايون حميدزاده او عمر دلسوز راغلي وو ، که څه هم احسان عمري ، شامحمد او حاجي محمد ايازي هم په سندريزو برخو کي برخه واخستله خو د همايون عمري ږغ او عمر دلسوز زړه وړونکې تبله له پيل څخه تر پايه د غونډي برخه والو لخوا په ګرمو احساساتو بدرګه کېده .

لراوبر به ددې  څېړنغونډي تفصيلي راپور له ښکليو عکسونو او ويډيو کليپونو سره تاسو ته وروسته وړاندي کړې ، د تفصيل لپاره همدغه سرليک بيا وګورئ .


.














































Copyright Larawbar 2007-2024