جهاني او طنز

د لراوبر اداره | جولای 15th, 2010


عبدالباري جهاني په( ۱۳۲۷ لمریزکال )کې د كندهار ښار د کابل دروازې سیمې ته نژدې د باميزو په كوڅه كې د عبدالاحد خان په كوركې نړۍ ته سترګې غړولي دی .
هغه خپلې زده کړې د كابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځې د تاريخ او جغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دي.
ښاغلي جهاني په پښتو ټولنه او د علومو په اكاډمۍ كې کار کړی دی دكابل د مجلې د مسؤل مدير په توګه یې دنده ترسره کړې ده. بیا امریکا ته مهاجر شوی او هلته ار اوسه د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګې کې کار کوي.
ښاغلې جهاني ډیر اثرونه چاپ شوی دی ، هغه پینځه د شعرونوو ټولګې لري : چې عبارت دي له ورکه مينه ،پايکوب ، د سباوون په تمه ، شپيلۍ او کوه طور څخه.
په نثری برخه کی یې د “قوماندان” په نوم یوناول لري چې د تیرو دريو لسيزو ترخه او پريشانه حالات پکې بیان شوي دی، ” همداسی د هرات پښتانه اوستره لوبه” “د مشکو کاروان» یې دوه نور نامتو اثرونه دی ،هغه منظومې ژباړې هم لري.
هغه وايي:
.

چــــي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي
د سنګسارونــــو تــــــر ميدانه ځي ښاغلي خلک
که تاریخ ته وکتل شي دلته ډیرښاغلي خلک زیږیدلي دي نومونه يې د تاریخ په غیږ کي پراته دي ، د زمانې زور ته يې سر نه دی ټېټ کړی، رښتیا یې ویلي دی د ادب په زیور يې سینګار رښتیا ویلي دي دهغو دا رښتیا به تل پاته وي او دتاریخ رنګینې پاڼې جوړوي.
له دې ښاغلو څخه یو عبدالباري جهاني دی چې وايي:
د هــــر وګـــــــړي پــــــه څـــــــېره کي بلاګاني وينم
دلتــــــه هيندارو تـــــــه لا نـــــه دي درېدلي خلک
د هغه یوه ځانګړ تیا داده، چې په کوم سیاسي چوکات کې ښکېل نه دی، هغه آزاد دی ، آزاد سوچ کوي، رښتیا وایي، څه نه پټوي، د چا پلوي نه کوي ،ټولو ته په یوه سترګه ګوري، څه تر ژبې لاندې نه پټوينو ځکه ځینې یې یاغی هم بولي
خالق مې ککرۍ سجدی ته نه ده پیدا کړی
تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه
هو دا ښاغلی جهاني دی، چې خپل ملي رسالت يې تر سره کړی دي، بد ته يې بد ویلي او ښو ته يې ښه ، په بدو کړو يې نیوکې کړي او غندلي دي.
دی ډول بیان ته په ادب کي طنز وایي یانې هغه نه یوازې دا چې یو ښه شاعر دی.یو ښه لیکوال دی بلکي یو ښه طنز لیکونکی هم دی .
زه د جهاني صاحب دا طنزونه په څلور و ډولونو وېشم
۱- په حیواني کیسو اونکلو کې د انسان له خولې رښیتا بیانول : په دې ډول اثر کې شخصیتونه ژوي وي او دا چې دژوو ځای ځنګل دی نو هلته د ځنګل قانون یاني د زور قانون لاندې ژوند بیانیږي .
لکه:
يــــــوه ورځ يــــــوه مـوږک پــــــــــــه حجــــــــره کې
شـــــل او سل ځله ازار کړ پـــــــــه ســــجده کې
چې بـــــه شيخ کله ور ټيټ سو وسجدې ته
د موږک لکۍ بــــه ورغــــــله و خــولې تــــــــــه
چــــي د بــــــــل په مټو غټ شي يا زمری شي
پــــــــــه هغه ګړي لــــه قام څخه پردی شي
اول غــــوښي خــــــــــــــــــــوري د خپلو قريبانو
ښــــــخوي داړي پـــــــه خپلو پــــــه يارانو
دا يې هـــــــېر وي چې نـــــــــــن ته تېرېدل شته
چې هسکيږي يوه ورځ کښته کېدل شته
چي يې عقل خدای موږک غوندي کوچنی کي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځی کړي
په دې ډول طنز کې چی کرکټرونه يې ژوي وي لیکوال یې په رښتیا ویلو او نیوکو نه ملامیږي .
په دې ډول طنز کې لیکوال یو سمبولیک ژوی لکه «لیوه ( داړنکی)؛ ګیدره اومار ( مکار ) ؛کوتره(سوله) او موږک ( پست او کم عقله) … څخه کار اخلي، چې لوستونکی د حیواني کرکتړ د نومه پوهیږي چې د لیکونکي موخه څوک دئ.

ادامه لري…

Copyright Larawbar 2007-2024