کابل د محلی دفاعی قواوو جوړښت تصویب کړ
نیویارک ټایمز لیکلی چی کابل باالاخره د ناټو دغه فشار ته تسلیم سو چی محلی دفاعی قواوی جوړی کړی تر څو هغوی د ناټو او افغان حکومت تر څنګ د طالبانو سره وجنګوی . مخکی کابل د دغسی ځواک د جوړښت سره موافقه نه ښودله خو پرون یې دا پروګرام تصویب کړ .
وروسته له دې به د ناټو او کابل په نزد د طالبانو لومړنۍ حملې پر دغه ځواک کیږی او ناټو او امریکایان به د طالبانو د ګوزار څخه یو څه ژغورلي وی .
خو سیاسی ناظرین وایی چی شورویانو هم د خپل اشغال پر مهال همدا کار کړی و ، لاکن د توقع پر خلاف یې منفی نتیجه ورکړه .