هيرت مولن : د افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو خبره سمه نه ده

عطاالله محمدي | جولای 25th, 2010


دفرانسې د دفاع وزير وايي چي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو خبره سمه نه ده . نوموړي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو او د هغوى دپاره د ايستلو د نېټې د معلومولو سره مخالفت وکړ . نوموړى دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي د امريکا ولسمشر پرېکړه کړې چي د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کي به دافغانستان څخه د سرتيرو ايستل پيل کړي او همدا ډول برتانيې هم پتېيلې چي تر ٢٠١٤ کال پوري به دافغانستان څخه ټوله جنګي ځواکونه وباسي . نوموړي همدا ډول وويل چي د افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو ايستل به منفي پايلي ولري .
فرانسه په افغانستان کي دوه نيم زره پوځيان لري چي د ناټو تر مشرۍ لاندي فعاليت کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024