اپوزيشن ګوندونه:سياسي بنديان دي خوشي کړل شي
په كراچۍ كښې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد اې پى ډي ايم مشرانو ديوه قرار داد په ترڅ كښې د سترې محكمې د ګوښه كړل شوي رئيس افتخار محمد چودري بلوڅ قام پرست مشر سردار اختر مينګل او اعتزاز حسن په شمول ټول وكيلان او سياسي بنديان خوشي كولو غوښتنه وكړه د كراچۍ په ښار با چاخان چوك باندې جلسي ته وينا كولو سره د اې پى ډي ايم مشرانو وويل چې د 1973 اساسي قانون تر بحاله كيدو پورې امنيت نشي راتلې ولس دي د دهوكې په انتخاباتو كښې دبرخه اخستلو څخه ډډه وكړي.