کور / شعر / د بسم الله وردګ د شعر څو بېلګي

د بسم الله وردګ د شعر څو بېلګي

حقيقت


سپنه سپوږمۍ چي شپه دتارلټوي
لمرته ګو ره سپن سهارلټوي
خزان خوتيرشوله غمو نوسره
بلبل ته ګوره شين بهار لټوي
دمظلوم سړي ماښام ګوره سهارنلري
ګوره ټول عمر ځان له کار لټوي
ظالم ته ګورۍ مست غزل په خولکي
ځان ته شيبی هسی د ښکار لټوي
نفاق به خبل اورکې وسول افغا نان
غليم خو ځان ته داسی ورا لټوي
وردګه څه بياحقيقت سپروې
دښمن خو ستا پړۍ د دار لټوي


 1383/07/10  ه ش
— ——————————————————————————


سپينه سپوږمۍ


هر خو ا ته چی نظر کړم        در او غم په وطن و ينم


دا عاصی سرکښه زړه می    هرظالم ته کرجن وينم


بيچاره ډیربی وسه     هر افغان پروطن وينم


نور پيڅلي په ورښم کی     مظلوم لوځ له کفن وينم


هر پښتون خودی خواخو ږ ی


سپنه سپوږمۍ به چمن وينم


  1382/02/28   ه ش


 


اوښکي
څوچي داحالت داسی روان وي        څوک غريب څوک به خا نان وي
 تل به وران افغانستان  وي              هر څوک ځان ځان ته روان وي
ظا لم ښا ما ر ودان وي                   مظلوم ملت به وران وي
زمونږ ژوندون به ګران وي                 داملت لاس او ګريوان وي
د وردګ اوښکي روان وي                 دښمنان به په امان وي 


 ~~~~~~


څلوريزه


خوار به شي نا پوه سړۍ
نا پو ه سړيې نا پوه کار وي


پوه به شي نا پوه سړۍ
ښونکي سره يې کاروي
 
 



پسرلی


لکه نسيم نه خو استو مانه راغلی
نه لکه واوره له اسمانه راغلی


زه له بها ر سره کرا ر ناست و م
ته له باران سره جانانه راغلی


ما پسرلی ته خو دستور و رکا وه
ته خو زړګی ته می ارزانه راغلی


لکه وردګ غوندی کرارناست وم
زمامنزل ته ته اسان راغلی


  ~~~~~


دستور


کله ښکاره کله په چم درځمه
د زړه د ستو ر سره زه سم درځمه


ديدندی يوار ما ته خلاص پربږ ده
د ز ړه قبلی ته په  حر م در ځمه


چی ما ته يواری همدم و وايی
لکه نسيم په صبح دم د ر ځمه


زما راتک ته  چی غا ره کيږ دی
دمينی ډک زه خو هردم در ځمه


که زما مينه په خپل زړه وسا تی
لکه وردګ په زړه  خر م  درځمه


 ~~~~~~~~


قو ماندان صاحب


زه چی په دی لاره ستا مل نشو مه
بيا لکه تا غو ند يو غل نه شو مه   


هد ف می داو چي خد مت به کو م
دخپل ملت سره په چل نه شو مه


په هر زمان کی دی رنګ واخست تا
زه لکه تا خو غوندی مجمل نه شومه


دا ستا د لاسه زه  ټوټی ټوټی شوم
په پښو ولاړ يمه  زه شل نه شومه


 حا کمه ځو ځو ځل بدل شو لی ته
په مورچل پروت وردګ بدل نه شومه