کور / کتاب / د انجنيرۍ پوهنځيو د محصلينو لپاره ( اټو کېډ) چاپ سو

د انجنيرۍ پوهنځيو د محصلينو لپاره ( اټو کېډ) چاپ سو

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني د پښتو پوهنيزه څانګه سيمينار په وياړ چي راتلونکې شنبې ۱۶ فبروري د هالنډ د اتريخت په ښار کي جوړيدونکي دی . د انجنيرۍ پوهنځيو د محصلينو لپاره په پښتو ژبه يو ډير ارزښتناک علمي کتاب چاپ کړ . دا کتاب چي د کندهار پوهنتون انجنيرۍ پوهنځی استاد انجنير احمدشا خان ليکلی دی په ۱۹۲ مخونو کي چاپ سوی دی د چاپ چاري يې د توريال خپرندويي ټولني له خوا ترسره سويدي.  په لر او بره پښتنونخوا کي د انجنيري پوهنځي محصلين د کتاب د ترلاسه کولو معلومات پر دې شمېره له توريال خپرندويي موسسې کولای شي: 0093700302878


 نوموړې ټولنه د 2000 عيسوي کال راپه دې خوا په هالنډ کي د افغانستان او په بهر کي د افغانانو لپاره کلتوري فعاليتونه کوي . 


 



په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې یادونه


درنو هېوادوالو!


زموږ هېواد پۀ وروستيو دریو لسيزو کې د کمونیستي او اسلامي اوښتونونو، خپلمنځي جګړې او د پهرني ښکېلاک قرباني شوی دی او نن سبا لۀ بېلابيلو ګواښونو او أزموينو سره مخامخ شوی دی. د یوويشتمې پېړۍ پۀ درشل کې افغانستان لۀ نوي ناورین سره مخامخ شو، چې د افغانستان د مري کېدو او یا ورکېدو ګواښ هم ورسره مل دی، نو د لوستو افغانانو مسؤلیت دی، چې د افغانستان د سوليیز ژوند او د هېواد پۀ پرمختګ کې خپلې هلې ځلې پياوړې کړي.


د دريو لسيزوجګړې پۀ بهير کې افغانستان ته معنوي او مادي زيان وراوښتی او نن سبا هم زموږ هېواد د جګړو پۀ اور کې سوځېږي او زموږ راتلونکی نسل هم لکه مخکني نسلونه د نالوستوب او بد مرغیو کندې ته اچول کېږي او د افغانستان خاوره پۀ وينو مينځل کېږي، میندي مو بورې کېږي، خویندې مو کونډې کېږي او ماشومان مو یتیمان کېږي.


پۀ نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه پۀ دې أند ده، چې د یو هېواد د سمې ودې او سولييز ژوند لپاره د وګړو سمه او هر اړخيزه روزنه اړينه برېښي، نو ځکه هڅه کوي چې پوهنيز سيمينارونه جوړ کړي او د پوهنيزو خپرونو په برخه کې پیاوړې ونډه واخلي، نو افغاني کلتوري ټولنې دا پتېيلې ده، چې د هېوادوالو لپاره د غه پوهنيز کتاب خپور کړي، چې د هېوادوالو د سالمې روزنې ﻻمل وګرځي او هېوادپالنه يې نوره هم پياوړی شي.


څرګنده ده، چې ټولنيزې ليکنې، کتابونه او خپرونې باید د انسان د شخصيت د بشپړې ودې، د بشر د حقوقو او د بنسټيزو أزاديو د درناوي د پياوړتيا لپاره وکارول شي، چې د هېوادونو او نژادي يا مذهبي ډلو تر منځ پوهېدنه، زغمل او ملګرتيا وهڅوي او د هېوادوالو هڅې د ورورولي او سولې ساتلو لپاره پياوړې کړي، خو د ټولنې پۀ وده او پرمختګ کې چوتې پوهنې هم غوره رول لوبوي، ځکه نو افغاني پوهان بايد د ساینسپوهنې، تخنيکپوهنې او روغتياپوهنې په برخه کې هم خپلې مټې راونغاړي او پښتو پرې سمسوره کړي.
 
پښتو يوه لرغونې ژبه ده ، خو د تاريخ پۀ اوږدو کې داسې چلند ورسره شوی، چې نن سبا د ورکېدو لۀ ګواښ سره مخامخ شوې ده. یوازې پۀ شعري او یا هم ادبي برخه کې وده، د يوې ژيې د پراخېدو او تلپاتي کېدو ﻻمل نۀ ګرځي، ځکه نو موږ افغانان اړ ېو د پښتو لمنه پۀ ساینسپوهنه، روغتیاپوهنه، ټولنپوهنه او نورو پوهنيزو څانګو درنه کړو او هڅه وکړو، چې پښتو لۀ نورو نړيوالو ژبو سره سیاله شي او د هېواد د ادارې او ښوونې او روزنې ژبه شي.


پۀ نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه پۀ دې وياړي چې زموږ هېوادوال لۀ ټولو ستونزو سر بېره بیا هم هڅه کوي، چې پوهنيزې څېړنې تر سره کړي او پوهنيز کتابونه وليکي او يا وژباړي، چې د دغه کتاب ليکوال هم د دغه کتاب پۀ ليکلو سره د هېوادوالو د روزنې  او پر مختګ پۀ برخه کې یو ډېر ګټور ګام پورته کړی، چې افغاني کلتوري ټولنه يې ستاينه کوي او د خپرولو چارې يې سمبال کړې دي.


افغاني کلتوري ټولنه لۀ افغاني پوهانو غوښتنه کوي، چې د خپلې څانګپوهنې پۀ برخه کې د کتابونو پۀ لیکلو او یا هم ژباړې ﻻسپوورې کړي، چې د دې امکانات رامنځ ته شي، چې پښتو يوه پياوړې او علمي ژبه وګرځي او د نړۍ لۀ نورو ژبو سره سياله شي.


د پښتو د سمسورتيا او پراختيا په تمه
پۀ نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
هالنډ  جنوري ۲۰۰۸