کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلي خُرم يوازې د اساسي قانون حكم عملي كړى دى

ښاغلي خُرم يوازې د اساسي قانون حكم عملي كړى دى

 بي بي سي د ژېړ ژورناليزم په لومو كې


ښاغلي خُرم يوازې د اساسي قانون حكم عملي كړى دى


پرون د بي بي سي نړيوالې جالپاڼې (ويب سايټ) د هغه خبريال (بابي) په اړه يوله غرض و مرضه ډك راپور خپور كړ چې د اساسي قانون د حكم د تر پښو لاندې كولو په جرم ګوښه شوى دى، دغه راپور د دغې نړيوالې رسنۍ بې پرې توب او ناپلوي كلكه وځپله. داسې ښكاري چې د بي بي سي د فارسي څانګې ايرانيانو ژېړ ژورناليزم ته مخه كړې ده او يو شمېر تش په نامه افغانان يې هم په خپلو لومو كې راښكېل كړي دي. پېښه د يوه داسې تش په نامه خبريال له ګوښه كېدو څخه را وزېږېده چې له ايران څخه د پيسو په زور راوړل شوي نومونه يې كارول او د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير ښاغلي خُرم د افغانستان د اساسي قانون د پلي كېدو په موخه نوموړى له دندې ګوښه كړ د اساسي قانون د شپاړسمې مادې په وروستۍ فقرې كې راغلي:
((په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلاحات ساتل كيږي.))
د بي بي سي فارسي څانګې ولې ژېړ ژورناليزم ته مخه كړې؟
ژېړ ژورناليزم دې ته وايي چې يوه رسنۍ د پيسو ترلاسه كولو يا سياسي ناروا موخو ته د رسېدو لپاره د ژورناليزم موازين آرونه تر پښو لاندې كړي.او درواغ ووايي، مبالغه وكړي، ناوړه تبليغات وكړي او د ژورناليزم دود اخلاق تر پښو لاندې كړي. د بي بي سي پاړسي څانګه د ايران له اخونانو څخه پټ امتيازات ترلاسه كوي او بې هويته افغانستانيان (!) يې هم په خوږو روږدي كړي دي.
پوهنتون، پوهنځى، محصل، ستره محكمه ، سره مياشت… او نور داسې ملي_ علمي مصطلاحات دي چې عمر يې د بي بي سي له فارسي څانګې څخه څو ځله زيات دى، همدا اوس هم كه د بي بي سي فارسي څانګې يو ايراني خبريال كابل ته راشي او وغواړي له كابل پوهنتون څخه رپوټ جوړ كړي، اړ دى چې ټكسي چلوونكي ته ووايي: (( آغا! مرا به پوهنتون برسون)) ځكه ټكسي چلوونكى يوازې پوهنتون پېژني، كه ښاغلى خبريال ټكسي چلوونكي ته ووايي چې (( مرو (مرا) به دانشگاه ببر)) نو ټكسي چلوونكى به يې مخامخ زايشگاه ته بوځي او هلته كه بيا پر ښاغلي خبريال هر څه راتلل مسوليت د ده دى.
ايران د خپل كولتور او فرهنګ د خپراوي لپاره هرې وسيلې ته لاس اچوي او آن دې ته حاضر دى چې د بي بي سي په څېر رسنۍ ته هم پټ لاسونه وغځوي او فارسي څانګه يې خپل ډول ته وګډوي، چې يوه نښه يې همدا ده.
د بي بي سي دغه رپوټ د ((زبان ملي افغانستان؟)) او بيا (( مجازات براى بكار گيرى واژه هاى فارسي)) په نامه خپور شوى دى


.
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2008/02/080210_v-hn-farsi-language-punishment.shtml


او بيا يې د افغانستان ملي ارزښتونو، يووالي او فرهنګي حساسيتونو ته په پوره بې پروايي داسې زهرناكې خبرې كړي، چې يو ابتدايي ژورناليست به يې په يوه درېيمه درجه تبليغاتي ورځپاڼه كې هم و نه كړي. بده خو يې لا دا چې دا زهرجن راپور ته يې له منافقته، د نظر وركولو كړكۍ پرانيستې ده او ايرانيانو په كې پښتنو او پښتو ته ښې ډيرې ښكنځلې كړي دي. بي بي سي كه ځانته يوه نړيواله او د اعتبار خاونده رسنۍ وايي نو ښايي ځانته حق ور نه كړي چې يو لوى قوم ته ښكنځلې خپرې كړي، په دې خو حتى پښتانه حق لري، چې نړيوالې محكمې وننګوي.
يو بل لامل كېداى شي دا وي، چې په دې وختونو كې د انګريزي څارګرو د ايستلو او د لارډ پډي اشډون په نه منلو سره انګلستان يو څه خښمېدلى دى او د افغانستان له حكومت سره يې څه نا څه ستونزې رامنځته شوي دي، د دغه هېواد رسنيو د افغانستان په ولسمشر او خلكو پسې د ناروا تبليغاتو يو څپه راپاڅوله نو بي بي سي چې د دغه هېواد نامتو رسنۍ ده هم په دې څپه كې ورشريكه شوه او دا ځل يې د افغانستان پر فرهنګي ارزښتونو او ملي يووالي داسې شيطاني ګوزار ته ملا وتړله چې ګواكې بيا د نفاق اور بل كړي او پخپله حكومت وكړي. افغانستان په خپلو دواړو رسمي ژبو پښتو او دري كې خپل اصالت ساتي او نه غواړي چې ايراني كږه وږه فارسي د اصيلې، تاريخي او خوږې دري ځاى ونيسي زموږ د هېواد يو ولسي شاعر پخوا لا د ايرانيانو په اړه ليكلي وو:
زبان ايرانيان زبون است
دكان ايرانيان دوكون است
موږ نه غواړو سبا افغانان (زبان) ته (زبون) ووايي او دكان ته…. موږ خپله ژبه لرو خپل اصالتونه لرو او د دري ژبي پر اصالت او له ايراني فرهنګي ښكيلاك څخه د ځان ساتلو په چاره كې تر پښتنو هم دري ژبې ډېر ټينګار لري، كه بي بي سي او د هغې ايراني لابيستان هر څه وكړي ځاى نه نيسي.
پاتې شوه په مزار شريف كې د ملي راډيو تلوېزيون د خبريال په اړه د اطلاعات او كلتور وزارت د قانوني اقدام مسئله، د اطلاعاتو او كلتور وزارت يوازې په هغه رسنۍ كې د اساسي قانون حكم عملي كړى چې په دولت پورې اړه لري حال دا چې اساسي قانون پر ټولو دولتي او نا دولتي رسنيو د تعميل وړ دى، موږ له ښاغلي خُرم صاحب څخه ګيله لرو چې ولې په طلوع او لمر تلوېزيون كې د ملي مصطلحاتو د نه رعايت لپاره دغه تلوېزيونونه تر قانوني څار لاندې نه نيسي، ولې اجازه وركوي، چې دغه تلوېزيونونه پوهنتون ته دانشګاه، پوهنځي ته دانشكده، سترې محكمې ته دادگاه عالي، څارنوالي ته دادستان، تجارت ته بازرګاني، روغتون يا شفاخانې ته بيمارستان، او داسې نور پردي ترمونه (نومونې) وكاروي او كه ښاغلى وزير صاحب دا كار نه كوي موږ فرهنګيان مجبور يو اقدام وكړو او د افغانستان د ټولو خلكو په استازيتوب پر دغو تلوېزيونونو اساسي قانون تطبيق كړو. په اول قدم كې موږ له ټولو پښتنو وياندانو، خبريالانو او نورو كاركوونكو څخه كلكه هيله كوو چې په طلوع او لمر تلوېزيون كې دنده په ډله ييزه توګه پرېږدي، د ملي نومونو د نه رعايت په خاطر دې دوى ټول له دغه تلوېزيونونو سره پرېكون (بايكاټ) اعلان كړي او د هر چا چې هر څومره معاش وي هغه به موږ د افغانستان فرهنګيان ورته په نورو ځايونو كې د دندې په ترلاسه كولو سره برابر كړو. ملي غرور حتى د بچو تر روزۍ هم غوره دى:
زه دې وچ هډوكي شپېلم خو ملت دې مې سلطان وي
موږ د طلوع او لمر تلوېزيونونو ماتې ګوډې نيم و نيمكله پښتو ته هيڅ اړتيا نه لرو، دا دې ټوله په ايراني فارسي وي او اعلان دې وكړي چې دواړه تلوېزيونونه په افغانستان كې د ايران استازي چينلونه دي. د دغو تلوېزيونونو مشر سلاكار هغه څوك دى چې له ايران څخه هره مياشت پټ په پټه په لكهاوو روپۍ تر لاسه كوي او د ايراني فرهنګ خپراوى يې اصلي كار دى.
هلته يو څو پښتانه هم د څو ډالرو په بدل كې هره ورځ له تحقير او سپكاوي ډك ژوند تيروي، خو په ځان يې نه راوړي، كه دوى د سپكاوي دغه ژوند پرېږدي هره بله رسنۍ او دفتر به يې ومني، دوى دې اعلان وكړي چې ولې دغه تلوېزيونونه پرېږدي!
زه غواړم د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته ډاډ وركړم چې پرته د اساسي قانون د حكم له پلي كولو يې هيڅ كوم فوق العاده كار نه دى كړى او د دې لپاره دې نه غره وي او نه هم وويريږي، ځكه دا په هر هېواد كې يو عادي امر دى. په ايران كې لوى اكثريت تركان، كردان ، عربان، آذريان او نور اوسيږي، دوى دې نر شي د خپلې ژبې يو لغت دې وكاروي!؟ ځكه هلته د اساسي قانون له مخې هر څوك مكلف دى پاړسي ووايي، افغانستان هم د يو خپلواك هېواد په توګه حق لري خپل فرهنګي ارزښتونه په خپله وټاكي، هيڅ دښمن هېواد حق نه لري په دې كې زموږ لپاره تشويش وكړي. او يا هم د بي بي سي په څېر شيطاني رسنۍ ملي نفاق رامنځ ته كړي.
ايران كه خير را رسول غواړي د افغانستان دښمنانو ته دې وسله او ماينونه را استول ودروي. او كه سبا ته د ايران او بي بي سي پر ضد پاڅونونه راوپنځېدل ځواب به يې په تهران كې اخونان او په لندن كې لارډان هم ور نه كړي.