کور / طنز / طنز:کب کراسي

طنز:کب کراسي

ددا ډوله په زړه پوري طنزونو او ټوکو ټکالو لپاره  طنزونه ډاټ کامwww.tanzona.comوګورئ  


کبانو چې ښه یوالۍ يې درلود او ټوله په یوه نوم ( کب )ياديدل سره ټول شول او د خپل یوازیني ګاوندي دښمن خبره يې د سپين ټټر شارپ ترغوږه چې د بحر  غټه بلا ده ورسوله هغه ته يې وويل:


دولفين پرموږ تېری او ظلم کوی په دی لا سکاسه  نه کوی کوچنيان مو ډاروي او ان لکه چې ځینې خوري!


شارپ چې پزه یې پورته نیولی وه وويل :


ښه نو ولې مو خوري ؟


-تاسو زهر ، ښکر ياکومه بله دساتنې وسيله نه لرئ ؟


– کبانو په ژړغوني غږ وویل :نه صايب!


-خو صیب موږ يو موټي يوزموږ يو موټي والی زموږ ساتنه کوي!


شارپ په بریتو کې وخندل خپله ژبه يې پر شونډو تيره کړه او د کبانو استازی ته يې  په تریو تندی وويل:


زه د دلفين سره ګورم!


او له ځان سره يې وويل:


نه ځوزان لری او نه زهر!


دولفين شارپ ته راوستل شو؛ د شاري له سلام نه  وروسته  ترې وپوښتل:


ته ولې کبان خورې؟


– صايب !


دا دښمنانو دسيسه ده موږ بدنامه کوي صیب!


  شارپ د هغه د غټ بدن په ليدو د هغه نه ورو وپوښتل :


د هغو غوښه څرنګه ده؟


دولفين غوږ وګراوه لاس يې ورته جرتک ونيوی.


د شارپ خوله له اوبو ډکه شوه هغه هم يو کب کرار له لکۍ ونيوی او خولې ته يې تير کړ او سترګې يې روښانه شوې.


کبانو ټوپ کړل او وتښتیدل ، کرارکرارد شارپ تر تیري لاندې هم شول . کله چې کبانو نهنګ ولید هغه ته د شکايت لپاره ورغلل ؛ د شارپ او دلفین د تیري ټوله کيسه يې ورته وکړه.


هغه هم د دوی د عرض په اوريدو وژړل او د دوی د غوښوليونی شو او د شارپ او نهنک سره يې د کبانو په خوړولو کې  ټلواله(ایتلاف) جوړ کړ. همداسې  کبانو د اوبو زمري ته عرض وکړ هغه هم د دوی د درد کيسې د اوريدو وروسته زار زار وژړل او ټلوالې ته شامل شو .


کبان نور په سیند کې له شکايت نه ستړی شول نو د وچې ژویو ته يې پلو وغوړوی. سپین قطبي یږته چې د اوبو د غټو سپین کالیو مخورو ژویو نه وو د درناوی سرونه د اوبو  نه هسک کړل د سیند د ژویود تيری او بې عدالتی کيسې یې ورته وکړې  …. موږ شارپ ته ولاړو خو هغه تر دولفين هم ډیر وژړل بيا نهنګ ته بيا د اوبو زمری ته…. همداسې ټولو غټو او ښاغلو ژویو ته ورغلو خو ګټه يې ونه کړه ټولو یو د بل نه زیات وژړل.


نو اوس د وچې ژویو ته راغلی يو زموږ يې ګرېوان او ستاسو يې لاس


سپین يږ ورته وويل :دا غټ ظلم دی  خو پو ه نه شوم چې  ولې تاسو خوري ؟


هغو ويل: يوازې سم مشر نه لرو او بې دفاع  ،بې زهرواو بې ….


يږ ورته وژړل :


که ستاسو اجازه وی زه به ستاسو غوښه وڅکم! بيا به کومه لاره درته پيدا کړم.


او هغه هم د هغو د غوښو په خوړولو کې ډیر وژړل د ټلوالې نامتو غړی شو، هغه  به ټوله ورځ د سیند په نازکو چپو  اود ويالو په غاړه ناست وو او هغه ماهيانو(کبانو) چې مستي يې کوله او د اوبو نه يې ټوپونه واهله په هوا کې  نيول، ژړل او خوړل.


کبان ناوميده ناست وه چې چا ته شکایت وکړی. کبانو پنګوين  وليد هغو ته له اوبو راووتل او هغوته يې وویل: ته ډیره باحجابه مالومیږی اوټوله کيسه يې سر تر پايه ورته وکړه


د هغې له  چادري نه  داسې ښکارېده چې ډيره با انصافه به وي.


هغې هم وژړل اود ژبې په سر  يې هغو ته وویل: جا رمو شم ما ته مو لاره وښووله!


هغوی هم د سیند په غاړه استوګنه پیل کړل او ټول ورځ  يې ژړل او کبان خوړل..


کبان مايوسه شول په پرهار زړه د هوا مرغانو شاهین ته چې پورته يې الوتنه کول ورغلل او هغو ته يې د اوبو او وچو ژویود ظلم او بې عدالتۍ کیسه په ساندو ، سلګیو ا وژړلو


وکړه . شاهين وژړل ان د ډيره خونده يې خپل لقب په کب خوړونکی بدل کړ. بيا عقاب بيا هيلۍ ….


چې له ټولو نه يې تمه وشلیده په چرت کې ناست وه چې څه وکړی !؟


له هغه ځایه یو انسان تیریده  د ویرې اخیستي او ترهیدلی کبانو نه يې و پوښتل:


ولې داسې خپه ياست څه خبره ده!


کبانو ورته وويل: هسې چرت موخراب دی هر چا ته چې کيسه کوی هغو لومړی ژاړی بیا مو يو- دوه خوری او ځي


ـ  ته هم وژاړه  ، وخوره او ځه


انسان چې دا د خوشالي  کیسه واوریدل ور ټوپ يې کړه يو ښه شلنډ کب يې  بې پوښتنې او ګرویږنې ونيوی 


د هغه نس ور څیري کړ بیا يې په اور کباب کړ ..


کبانو چې دا بده بلا او د هغه دا تره ګری ولیده  د پښو شمه يې ووته په ترپکو دربنجکو وتښتدل په دا نورو بلاوو يې شکر ویسته


خوانسان د دوی دوستی کله پریښوده ، زورور میلتونه يې پر خبر کړل


هغوی دبحری ټانکونو ، د اوبو لاندی جنګی بیړیو سره په بحر ورننوتل او کبانو ته يې اعلان کاوه: موږ تاسو له ظلمه ژغورو تاسو ته  کراسی راولو !


نو کمیسیونونو په کار پيل وکړ  کبان يې په توره لرونکی کبانو، الوتونکی کبانو، لکۍ لرونکی کبانو ، اوږده پزی کبانو ،پتنګی  کبانو ، بريتو کبانو، سادين کبانو…و ويشل او هر یوه ته يې ویل ستا  سو تاسو مظلوم یاست خو د هغه بل مو فلانه فلانه .


  تلواله ددوی په  خوړو اخته وه هغوی  د یو بل په خوړو
او انسان د ټولو په خوړلو.