کور / تازه خبرونه / خوست کې يوپوخ سرک پرانېستل شو

خوست کې يوپوخ سرک پرانېستل شو

دخوست ښاراويعقوبيوولسوالۍ ترمنځ غزېدلى سړك تېره ورځ ديوې غونډې په ترڅ كې پرانستل شو .
پدې غونډه كې قومي مشرانوله دولت څخه دخوښۍ په څرګندولوسره وويل چې دوى له دولت څخه بشپړملاتړكړى اوكوي يې ،اوهيله يې څرګنده كړه چې چارواكي دبيارغاونې كارونه ګړندي كړي ترڅوهغه شتۀ ستونزې چې زموږخوار ولس وسره لاس اوګريوان دى اوارې شي .
ورپسې خوست والي پخپلو خبرو کې وويل : مونږ سږ كال ډېرې پيسې دخلکو دغوښتنوله مخې دسړكونواوښوونځيودودانيودجوړولوپه چارولګولي دي .
نوموړي زياته كړه ، دراتلونکي کال لپاره موبسپنۀ وركيوته د ٦٢د مليونو ډالروپه ارزښت دپروژووړانديزكړى،چې پدې كې هم دسړکونو جوړول ځانګړى ځای لرې .
دغونډې په پاى كې دديادشوي سړدپرانستنې پټۍ پرې كړل شوه .
دغه سړك چې لس كيلومتره اوږدوالۍ لري په خوست كې ولايتي بيارغاونې لخوادديوميليون اووۀ لكه امريكايي ډالروپه لګښت په پاخۀ ډول جوړاوچارې يې په شپږومياشتوكې بشپړې شوې .
دچارواكوپرويناد روان کال ترپايه پورې به ١٢٠ کيلومتره سړک پوخ شي اودراتلونکي کال لپاره د ١٨٧کيلومتره سړک پخول په پلان کې نيول شويدي .