کور / تازه خبرونه / خوست: د١٥٠ بستريز روغتون ډبره کيښودل شوه

خوست: د١٥٠ بستريز روغتون ډبره کيښودل شوه

په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ په ١٠٠جريبه ځمکه کې  د ١٥٠ بستريزروغتون د دوه پوړيزې ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دچارواكوپه ويناددې روغتون وداني به د نهه اتيالکه امريکايي ډالره په لګښت په خوست كې دولايتي بيارغاونې ډلې لخواوركول يكيږي ديونيم کال په موده کې جوړه شي چې .
 په هغه غونډه كې چې ديادشوي روغتون دودانۍ دبنسټ ډبرې داېښودلوپه موخه جوړه شوې وه دخوست والي ارسلاجمال ،دولتي چارواکواوقومي مشرانو برخه اخيستي وه .
په سرکې دعظيم الشان قران څومبارك اياتونه تلاوت شول ورپسې خوست والي خبرې وكړې او ويې ويل چې لدې روغتون څخه به نه يوازې خوست مېشتي ګټه پورته كوي بلكې خوست ته دڅېرمه  ولايتونو اوسيدونکي هم کولای شي دخپلوناروغانودرملنه پكې وکړي .
دوالي په وينا دغه روغتون به په نړيوال معيار جوړشي او په هرډول اړينو طبي وسائيلو به سمبال وي ،ترڅوزمونږ خوستمېشتي ناروغان ددې روغتون له جوړيدو وروسته ګاونډي هېوادپاكستان اويامركزكابل ته دناروغانوپه ليږدولواړ نشي .