کور / شعر / نه پوهېږم!!

نه پوهېږم!!

کله يې د سترګو تماشو ته زړه حيران شي


کله يې د ناز کتو ته زړه سوی بېريان شي


کله مروره شي غصه شي او بيا تنده شي


کله په خندا شي بيا سپوږمۍ د شين اسمان شي


کله يې ديدن ته ملنګي کوم درګاه کې


کله مجاوېره د سخي شا يې مردان شي


راشه ای ظالمې سر زما پر مړوند کېږده


کله کله وايم ناپوره به مې ارمان شي


ما خدايږو کوچۍ ته د مينې لاس نيولی دی


پوه نه يم چې کله به جانان هم مهربا ن شي


  ويانا/2004/مارچ