دننګرهار زراغت پوهنځي محصل ونيول شو

65 | جولای 27th, 2010


دملي امنيت عمومي رياست يوتن له پاکستان څخه افغانستان ته دځانمرګې کسانو دليږدولو په تور نيولى دى .
دنوموړې رياست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نيول شوى کس محمدحميد نوميږي اوپه ننګرهارولايت کې دچيش په نوم ديوې ترهګرې ډلې مشرې په غاړه درلودله .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه کس دننګرهارپوهنتون دزراغت پوهنځي محصل هم دى .
ويل کيږي نوموړې منلي چې شپږتنه ځانمرګې له پاکستان څخه ننګرهارولايت ته ليږدولي دي

Copyright Larawbar 2007-2024