کور / سپورټي / کندهار : د روان ټورنمينټ دريمه لوبه د عينو مېني لوبډلي وګټله

کندهار : د روان ټورنمينټ دريمه لوبه د عينو مېني لوبډلي وګټله

د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کي د عالم پايند په وياړ د روان ټورنمينټ چي د فراه ، کندهار ولايتونو او د پاکستان هيواد د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه د راغلي لوبډلي تر منځ ترسره کيږي دريمه لوبه چي د عينو مېني د لوبډلي او پاکستان هيواد د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه د راغلي لوبډلي تر منځ وسوه او د زياتو نندارچيانو له لوري ننداره او په چکچکو بدرګه کېده پنځه د دوه په وړاندي د کندهار ولايت د عينو مېني د لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده .
د مدير آغا په وينا چي د روان ټورنمينټ د نن ورځي لوبه به د کندهار ښار د شېرزي او د فراه ولايت څخه د راغلي لوبډلي تر منځ وسي .