د افغان جنګ لپاره ۳۳ بلیونه ډالره نور هم منظور سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 27th, 2010


رویټر د واشنګټن څخه راپور ورکوی چی د امریکا کانګریس نن د افغانستان د جنګ لپاره ۳۳ بلیونه ډالره نور هم منظور کړل . دا فیصله د ۱۱۴ منفی رایو په مقابل کی په ۳۰۸ رایو سره تصویب سوه ( په دغو ۱۱۴ منفی رایو کی ۱۲ د جمهوریت غوښتونکو او ۱۰۲ هم د دیموکراتانو دي ) .
تیره اوونۍ د سنا مجلس دا غوښتنه منظور کړې وه او نن دا دﺉ کانګریس هم تصویب کړه او د لاسلیک لپاره بارک اوباما ته ولیږل سوه .
په دې سره به د افغان جنګ پر اور نور تیل هم وشیندل سی ، او د ډیرو انسانانو ژوند به واخلی .

Copyright Larawbar 2007-2024