د دوهم ورک سوي امریکایی جسد هم پیدا سو
امریکایی خبری شبکه ( کې . آر . سی . اې ) خبر ورکوی چی د هغه دوهم امریکایی پوځی مړﺉ هم پرون پیدا سو چی شپږ ورځی مخکی د لوګر په څرخ ولسوالي کی ورک سوی و . د لومړني عسکر مړﺉ درې ورځی مخکی پیدا سوی و . محلی مقاماتو وویل چی بارانونو د دغه عسکر جسد یو څه خراب کړی و .
خبر زیاتوی چی ښایی طالبانو هغه ځکه وژلی وی چی د امریکایی زرګونو پوځیانو لخوا د هوا او مځکی د محاصرې له امله هغوی کوم خوندی ځای ته نسو انتقالولای .
په دې سره د جولای په روانو ۲۹ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۶۰ ته ورسېدل .