زابل: په ترافیکی پيښی کی ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .
جاويد احمد تنوير
په زابل ولایت کی په ترافیکی پیښه کی ۳۰ تنو مسافرینو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .
د کندهار کابل په لویه لاره د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالی د مسکین آباد په سیمه کی نن سحر اونیمی بجی یوه عراده مسافر وړونکی بس د تراکتور سره جنګیدلی چی په پایله کی یو تن مسافر وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان شوی
دی .
محمد جان رسولیار د زابل ولایت د والی ویاند وایی : د احمدشاه بابا ابدالی ترانسپورت یوه عراده بس موټر د زبل ولایت په شاه جوی ولسوالی په مربوطاتو کی یی د یوعراده تراکتور سره ټکر شوی دی ، چی یو کس وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان شوی او ټپیان د درملنی له پاره صحی مراکزو ته لیږدول شوی دی .