دنظام څخه مرورتیا د پښتنو په زیان ده

د لراوبر اداره | اگست 4th, 2010


دنظام څخه مرورتیا د پښتنو په زیان ده
په وړو کې يوعادت وي چې کله مرور شي نو بيا ډوډۍ نه خوري خو کله چې د کورکوم غړۍ ورته ست وکړي چې راځه خيردی مرور کيږه مه ډوډۍ وخوره نو دغه ماشوم په ځواب کې نه وایي خو په زړه کې وايي ،چې که يو ځل بل څوک ورته ست وکړي نو وبه يې خورم ، خو بیا ورته څوک ست نکوي او په همدی همدی کې وږۍ پاتې شي. داسې چل به د ډیرو سره شوۍ وي خوپه اوس وخت دافغانستان د پښتانو سره پر ریښتینې ژوند همدا چل روان دی او دوی له ځانه خبر هم ندي.
نهه کاله وړاندې دطالبانو حکومت ړنګ کړای شو نوامریکایان دیته اړ شول چې د شمال ټلوالې څخه د ځمکني پوځ پر ځاۍ کار واخلي تر څو په جګړه کې دخپلو پوځيانو د ډير تلفاتو مخه ونيسي، ددوۍ پر دې کار مقابل لوري(شمال ټلواله) دډيرامتیازاتو غوښتونکي شول او دوۍ هم مجبوره ول تر څو د شمال ټلوالې غوښتنې ومني، بلاخره حکومت ټول ددوی شو او پښتانه چې دهیواد اکثریت دي په حکومت کې څرنګه چې ښایي برخه ورنکړای شوه، دهیواد په ډیرو ملي پریکړو کې دتصمیم نیولوپروخت چا ددوی نظر وانخیست او پښتانه ورو ورو دنظام څخه وویستل شول، پښتنو هم دحکومت څخه فاصله ونیوله او مرورتیا یې خپله کړه په دی مینځ کې د افغانانو ځینو کورني او بهرنیو غلیمانو دشیطانت په خپلولو سره دغه فاصله دومره اوږده کړه چې مرورتیا په دښمنۍ بدله شوه.
اوس پوښتنه دا ده چې پدې لوبه کې تاوان چا وکړو؟
ځواب ښه روښانه دی، تر ټولو ډیر تاوان پښتنو ته واوښت.
ځوانان د پښتنو مړه شول، کونډی پښتنو ته ورپاتې شوی، کور او کلۍ دپښتنووران شو، ښونځي د پښتنو وسول او تر ټولو بده یی لا دا چې د نړی په سطحه نوم د پښتنو بد شو، په نړیواله کچه ترورست دوی معرفي شول او بلاخره نړی ته د دوی داسې یو انځور وړاندی شو چې پښتانه د قانون، نظام او پرمختګ په ضد یو قوم دی.
تر دوی وروسته ډیر تاوان غرب اوخاص ډول امریکا ته واوښت، پوځیان د دوی مړه شول، اعتباردوی دلاسه ورکړاو پیسې هم ددوی مصرف شوې. ګټه په کور د ننه غیر پښتنو وکړه او د کور څخه د باندې پنجاب او ایرانیانو وکړه،که دغه حال همداسې روان وي نو ګټه او تاوان به هم همداسی روان وي هیڅ بدلون به پکې نه راځي، کور او کلي به دپښتنو ورانیږي، فزیکي قوت به هم ددوی ختمیږي، پیسې او عسکر به دامریکې د مینځه ځي او ګټه به یی نورو ته ورځي. او که امریکا ماته وخوري نوبې له شکه حکومت به د طالب په لاس ورځي، نوم به د پښتون وي، اجرات به د ساده ملا او طالب وي او مِفکوره، پلان او اوامر به د پنجاب چلیږي بیا به یی دچا پلار هم ایثار نکړي خدای مکړه پنجاب به پر دی ولس داسې میچنې تاو کړي چې په تاریخ کې به سارۍ نلري. 
نو زما په فکر د حل لاره او دپښتنو ګټه پدی کې ده چې پښتانه دنظام او حکومت سره خپله فاصله له مینځه یوسي، اوپه ټول توان سره په حکومت کې برخه واخلي، دی سره به هم په حکومت کې د پښتنو ونډه ورو ورو ډیره شي او د نورو قومونو د ونډې ګراف به ورو ورو مخ پر ټیټیدو شي ، په حکومت کې به د قومونو تناسب به خپله برابریدو خوا ته روان وي، د بیاودانولو په چارو کې ددوی په برخې اخیستلو سره به ددوی خپل کور کلي هم ودان شي، په ملي او نړیواله سطحه به ددوی دا اوسنۍ انځور بدل شي.
دا کار هغه وخت امکان لري چې ورته کار وشي زه چې اکثره لیکنې ګورم نو هغه د چا خبره زړه مې ورته په چاودیدو شي، د اکثرو افغان لیکوالو په مغزو کې منفي وهم ځاې نیولی، څوک یو چاته بد وایی او څوک بل ته، څوک دتجزیی ویرې لري او څوک دپښتنو او پښتودورکیدلو ویر جاړي،قلمونه پرغلطو لارو روان دي او دټولو وار خطا شویدی، دلیکوال او شاعر نه چې وار خطا شي نو د ولس به څه حال وي.
پښتانه د افغانستان اکثریت دي او دوی باید دنظام او حکومت برخه وي، ددوی په برخه لرلو سره دهیواد دتجزیه مخه هم نیول کیږي او ددوی د ورکیدو امکان هم شنډیږي ، د دوی پخلاینه او په نظام کې داخلول د ټولو لیکوالو، شاعرانو، روڼ اندو او پوهانو تاریخي مسولیت دی چې باید ادا یی کړي.
 

Copyright Larawbar 2007-2024