هيواد دچا په واک کې دى

65 | اگست 4th, 2010


نن موپه دفترکې دغرمې ډوډۍ خوړولوڅخه ډډه وکړه،زه او ملګرى مې دواړه د دفترمخامخ هوټل ته ولاړو اوهلته مودغرمې ډوډۍ حواله کړه.
رښتيا له ډيرې مودې وروسته زه هوټل ته ولاړم په هغه وخت کې چې په هوټل کې به په څلورو اړخونوکې تلويزيونونه چالند وه اوپه کې به هندي،اوپښتوفلمونه لګيدلې وه،کله ناکله به موږ شريخ پلورنځيوته ولاړو،خداى شته له دفتره به ستومانه تللي وه دوکاندارته به موچې وي دغه ټلويزيون لږ قلاره کړه ويل به يې بل دوکان ته لاړشه خونن حالات څه بدل ښکاره کيدل په دغه هوټل کې پرته دخلکوله خبرو بل هيڅ هم نه اوريدل کيدل .
ډوډۍ ته سترګې په لاره وه،ملګرې نه مې وپوښتل چې څنګه چل دى په هوټل کې خوتلويزيون شته اوبند دي .
هغه راته وويل چپ دتلويزيون خبرې مه کوه ولې ته خبرنه يې چې طالبانو ټولوته اخطار ورکړه چې په هوټلونو،دوکانونو درملتونو اودکاروبار په هرځاى کې به تلويزيون نه غږوي .
دده دې خبرې سره ماته په جلا ابادښارکې دکيسټو د دوکانونو الوزول راپه زړه شوه فکرمې وکړ چې رښتياهم دطالبانو له ويرې نه غږوي .خوبيامې هم زړه صبر ونه کړ ملګرې ته مې وويل چې دلته خودولت شته امنيت دى،پوليس په هرځاى کې دي او اوس خو امريکايي ځواکونه هم ګزمې کوي .نوبيا ولې له طالبانو دغه خلک ويريږي .
هغه خبره راپرې کړه چې دا ريئس جمهور درته زه ښکارم چې له ماپوښتنې کوي امنيتي ځواکونه خو خواران ايله خپل ځان ساتي .
په دې وخت کې ډوډۍ هم راورسيده او د ډوډۍ په جريان کې مې بياملګرې ته وويل بيانو دغه دولت واکدارن څوک دي ،موږ په چاپسې ودريږو .
هغه راته برګ وکتل ويلي ډوډۍ خوره او پخپل ځان پام کوه نور دهيچاغم مه کوه ځکه اوس نرهغه څوک دى چې ځان وساتي مه په چاپسې دريږه اومه دچا غم کوه.
له ډوډۍ خوړو وروسته مې هوټل مشرته دپيسوورکولوپه وخت کې وويل چې څنګه تلويزيونونه مو ولې بندکړي هغه وويل هلکه طالب خوبه نه وي،ماويل نه هسې پوښتنه مې وکړه ويلي ګناه لري .
عجيبه ده چې تردې وړاندې يې ګناه نه درلوده او دنغمې اونازيه اقبال کيسټونه،پښتو،انګريزي اوهندي فلمونه په کې نغد غږيده او اوس ګناه لري .
له ځان سره مې هم فکروکړ چې نه کار هلته څه کار همداسې راغلم او په دفترکې مې پاتې کار ترسره کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024