هلمند : ملکیانو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتی

جاويد احمد تنوير | اگست 5th, 2010


د هلمند ولایت په خانشین ولسوالی په مربوطاتوکی د سرک د غاړی یوه درنه چاودنه په یوه عراده کوچنی بس موتر شوی چی له امله نه تنه ملکیان وژل شوی دی .

په هلمند ولایت کی د چارواکو په وینا چاودنه د ملکی خلکو پر یوه عراده موټر د سه شنبه په ورځ شوی چی نومړی کسان د خانشین ولسوالی مرکز ته د تذکرو د اخیستلو له پاره را روان وه .

داود احمدی د هلمند ولایت د والی ویاند وایی :په وژل شوو کی یوه ښځه او اته نارینه شامل دی چی هغوی غوښتل چی سږ کال د حج فریضه اداکړی .

د یوه بل خبر په اساس افغان او ناټو ځواکونو تیره ورځ د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالی کی عملیات کړی چی په پایله کی اوه تنه وسله وال وژل شوی دی او همداسی د سنګین ولسوالی په مربوطاتو کی دوه ماین خوښونکی هغه وخت تیره شپه ووژل شول چی خپل خښ شوی ماین یی ورباندی و چاودیده .

د هلمند ولایت د والی ویاند د پورتنیو معلوماتو سربیره وایی : افغان او ناټو ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالی په مربوطاتو کی د طالباو یو سیمز قوماندان ملاعبدالغنی یی د عملیاتو په لړ کی نیولی دی .
ایساف ځواکونو هم ویلی دی چی د عملیات په لړ کی د وسله والو د قوماندان په ګډون یوشمیر نور وسله وال یی هم نیولی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024