دوه ويشت سوه کلنه لرغوني سکه وموندل سوه

34 | اگست 13th, 2010


د اسرائيلو حکومت ويلي له لبنان سره پر پوله په تل کدېش سيمه کي يې د کيندني پر مهال يوه يوه ډېره لرغونې سکه موندلې ده.
د مشي ګن او مني سوټو پوهنتونونو تاريخ پوهان وايي دغه د سرو زرو سکه ٢٢٠٠ کاله پخوا په مصر کي جوړه سوې ده چي د هغه وخت د مصري واکمن دوهم Ptolemy د مېرمني نوم پر چاپ سوئ دئ.
تر ميلات ١٩١ کاله دمخه دغه سکه ٢٨ ګرامه وزن لري چي وايي د هغه مهال د نورو سکو په پرتله شپږ چنده درنه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024