ټولو پښتنو محصلینو او د تحصل مینه والو ته زیری!
ټولو پښتنو محصلینو او د تحصل مینه والو ته زیری!
د پښتو د ستر فکلوریسټ ارواښاد محمد ګل نوري کلتوري مرکز غړي په دې ویاړي چي پښتنو ته د خپلو خدمتونو په لړ کي دا ځل د یو بل ستر خدمت په تر سره کولو بریالي کیږي.
ټوله هغه پښتانه محصلین چي غواړي په کابل کي په شخصي پوهنتونو کي زده کړي وکړي او یا دولتي پوهنتونو ته نه وي بریالي سوي خبر ورکول کیږي چي د استاد نوري کلتوري مرکز اداره له دوی سره له پنځوس څخه تر اتیا فیصده فیس په تخفیف کي مرسته کوي او هغه محصلین چي دغو پوهنتونو ته په ښو نمرو بریالي سي د وړیا زده کړو زمینه ورته برابریږي یا ؛سکالرشپ؛ ورکول کیږي.
د استاد نوري کلتوري مرکز له خوا په کابل کي د اوسیدونکو هغو کندهاري محصلینو لپاره چي په کابل کي په مختلفو پوهنتونو کي زده کړي کوي او یا یې خیال لري او د لیلیې اسانتیا نه لري خبر ورکوي چي که چیري د اوسېدو ځای نه لري د استاد نوري کلتوري مرکز دوی ته د اوسېدلو لپار ځای برابروي.
د معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو په تماس کي سئ : 0700318493 / 0700387815
برېښنالیکونه : Aracozia@yahoo.com / hamdamstury@yahoo.com.au
د مباركۍپيغام
په ډېري خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ژبي ځوان ليکوال،څېړونکى او تکړه ژباړن محمود مرهون د کابل پوهنتون په تيرو ازموينو کي د ١١٠٠ نمرو څخه د ١٠٣٣ نمرو په لاس ته راوړلو سره د کابل پوهنتون د عمومي اول نمرګى مقام تر لاسه کړى،د پښتو د ستر فلکوريست محمد ګل نوري کلتوري مرکز د ښاغلي مرهون په دې لوي لاسته راوړني باندي وياړي او ښاغلي مرهون ته له مبارکى سره په څنګ کي د لا نورو کاميابيو په تمه دي.
په درنښت