د ارواښاد غلام محي الدین زرملوال پر مړینه

د لراوبر اداره | اگست 24th, 2010


دارواښادغلام محی الدین زرملوال پرمړینه
دااسمان مونه پرېږدي هیڅ پرکراره
دبخت ستوري دي رالوېږي له مداره
له سینومواسویلي دبېلتون وزي
فریادونه دفراق اورو،بې واره
جنازې دمېړنواخیستل کېږي
قافلې دي پاته کیږي بې سالاره
موږ” هاله دځان ماتم وکړپه وینو”
چي رابېل سووله خپل کوره له خپل ښاره
دغربت په دې تیاره ظلمتستان کي
مرګي بېل کړبل نیازمن زموږله کتاره
نن هغه مسافرکت دژوندجامې کړې
لیري لیري له هیواده له دیاره
تنورچې وو په خټه وراخښلی
تنفُرچې ووهمېش له استعماره
دملي وحدت شعارچې وِرد دخولې وو
ترقۍ دخپل اولس ته تمه داره
رابلل چې اولسونه غونډېدوته
ورښوول چې دنجات پتمنه لاره
چلاوه چې تېزقلم دمرګ تروخته
لڅاوه چې حقیقت پټ وآشکاره
پرهرځای چي به ووږغ دوطن پورته
ورځغستل چې بې اختیاره بې اختیاره
نې ستړیا احساسوله ،په لیکلو
نه یې باک ووپردالارله خنډوخاره
نن هغه زړګی خاموش سو،له خوځښته
نن هغه ککره سوله بې دستاره
دنیازمنوکوچ وبارته چي وګورم
زړه مي تورسي له خپل ژوندله خپل روزګاره
زه چي ګورم دې کاختۍ ته دسړیو
خدای خبرچي سي پیدابل نازورداره
چي مرګی دچاپه میاشت کي دروژې وي
جمعه یې دوفات ورځ وي رویداره
مغفرت به ګل په لاس ورته ولاړوي
دجنت سترګي څلورله انتظاره
په دې څواوښکویې حق نه اداکېږي
بویه داچي(زرملوال)یادسي بې شماره
دوطن میني ورکش کړخپلي غېږته
ویښ زلمی وو، سوبیده پرخپله خاوره
دیارلس سوه نه اتیایې دمرګ کال وو
په لمریزحساب سوه داسانده تیاره
اوکویل کاناډا
۱۴مه داګسټ ۲۰۱۰ع
محمدمعصوم هوتک

Copyright Larawbar 2007-2024