درې امریکایی پوځیان ووژل سول
فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن دوه امریکایی پوځیان په ختیځ کی او یو هم په جنوب کی ماینونو والوزول خو د زخمیانو او معیوبینو تعداد دیې ذکر نکړ . خبر زیاتوی چی د روان کال په اتو میاشتو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۴۶۵ ته ورسېدل .
په دې سره د اګسټ په روانو ۲۷ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۳۵ سول .