په ډنډ ولسوالى کي د دوه نيم کيلومتره سړک د رغوني کار پيل سو

عطاالله محمدي | اگست 27th, 2010



  دکندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي دوه نيم کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چي تقريباً پنځه لکه امريکايي لګښت پرې راځي.
هغه مراسم چي دهمدې سړک د پرانستني په موخه نن له غرمې مخکي جوړسوي وه پکښي د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ ولسوال احمد الله نازک ترڅنګ يو شمېر قومي مشرانو او د سيمي  ولسي خلګو ګډون کړى وو.
نوموړى سړک د ډنډ ولسوالى د ده باغ څخه پيل او تر روح آباد پوري غځېدلى دئ چي ټول دوه نيم کيلومتره اوږډوالى لري چي ساختماني چاري يې د سدا بهار ساختماني شرکت له لوري پرمخ بيول کيږي. او په پلان کي ده چي کار به يې په دريو مياشتو کي پاى ته ورسيږي .


 




Copyright Larawbar 2007-2024