کور / تازه خبرونه / راپور : سی آی اې د کرزي سره خاصی اړیکی لری

راپور : سی آی اې د کرزي سره خاصی اړیکی لری

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼی د اګسټ پر ۲۴مه لیکلی چی حامد کرزﺉ په کابل کی د امریکایی دیپلوماتانو په نسبت هلته د « سی آی اې » د ځایی ریًس سره ښه او خاصی اړیکی لری . په افغانستان کی د « سی آی اې » د دغه پټ ریًس مستعار نوم « سپایډر ـ یعنی غڼی » دی او هغه د لسو کالو راهیسی د حامد کرزي سره ارتباط لری . راپور وایی چی دغه سړی د حامد کرزي پواسطه د کابل سره د واشنګټن په اړیکو کی کلیدی رول لوبوی . راپور زیاتوی چی په کابل کی امریکایی سفیر ( کارل آیکنبري ) او هم خارجه وزارت د سی آی اې د دې له حده زیات نفوذ او مداخلو څخه ناراضه دي خو پر حامد کرزي باندی دغه پټ شخص تر دغو دیپلوماتانو ډیر ګران دی .
راپور زیاتوی چی همدغه « غڼې » په ۲۰۰۱ کی هغه مهال حامد کرزﺉ له مرګه وژغورﺉ چی امریکایی طیارو په غلطۍ سره بم وري وکړه او څو افغانان یې ووژل . وروسته همدغه « غڼې » د ده په ولسمشر کېدو کی لوی رول ولوباوه .
راپور زیاتوی چی په یو هېواد کی د سی آی اې ځایی مشر دوهم ځل هلته نه مقرر کیږی خو د دغه مرموز شخص موده ( د حامد کرزي په موافقه او د امریکایی سفیر په نارضایًت سره ) په ۲۰۰۹ کی د دوهم ځل لپاره تمدید سوه . راپور وایی چی دغه سړی پر حامد کرزي ډیر تأثیر لری او هرکله چی کرزﺉ د واشنګټن سره اړیکی څه ترینګلي کړی ، نو دغه سړی بیرته کرزﺉ نرم او سم کړی .
راپور زیاتوی چی په افغانستان کی د « سی آی اې » څو سوه امریکایی پرسونل په پټو او مرموزو فعالیتونو بوخت دي چی دغه شمیر په عراق کی د جنګ د شدت تر مهال لا هم زیات دی .
راپور وایی چی دغه « غڼی » او د ده ټیم د سپینی ماڼۍ او حامد کرزي تر منځ په مناسباتو کی اساسی او کلیدی رول لوبوی چی باید دا کار دیپلوماتانو کولای .
خو څیړونکي وایی چی « سی آی اې » د افغانستان په اکثرو مقاماتو ورننوتلې خو بیا هم نامراده او ناکامه ثابته سوې ده .