لوګر: د طالبانو ځايي قومندان نيول سوئ دئ

34 | اگست 30th, 2010


افغان چارواکو په لوګر ولايت کي د يوه ځايي طالب قومندان د نيولو ادعا کړې ده.
د لوګر سيمه ايزو مقاماتو ويلي دغه قومندان ضياءالحق نومېږي چي د ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو او پر افغان او خارجي عسکرو باندي په حملو کي يې لاس درلودئ.
د سي، اين، اين ټلوېزوني شبکه وايي نوموړى نن د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا د يوې چاپې پر مهال په پل علم ولسوالي کي نيول سوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024