د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۴) اينډيپنډنټ

د لراوبر اداره | اگست 31st, 2010


د ۲۰۱۰ م کال د اګست ۲۵ مه       


اينډيپنډنټ ور ځپـاڼـه



د اينډيپنډنټ (The Independent) ورځپاڼه په انګلستان کي ددې هيواد  تر ټولو ځوانه خو سراسري  ورځپاڼه  ده چي ګرده سره څلرويشت کاله پخوا يعني په کال  ۱۹۸۶ کي يې  خپل نشراتي  فعاليت پيل  کړی دئ .  نوموړې ورځپاڼه   په لږ وخت کي و زيات  شهرت ته  و رسېدله ، دغي ورځپاڼي ته خلک   په اختصار سره د اینډي (Indy) په نامه يادوي .


په انګلستان  کي د ډېلي ټلګراف د ورځپاڼي درې تنه  ژورنالستان چي اندرس ويټام سميت (Andress Wittaam Smith)، سټيفن ګلوورز (Stephen Glovers) او ماتيو سايمونډز (Mathew Symonds ) نومېدله، تند مزاجه   او چپي افکارو ته  متمايله  کسان وه . هغوی  په ګډه   پرېکړه وکړه   ډيلي ټلګراف پرېږدي او د اينډيپنډنټ په نامه چي ( خپلواکه ) معنی ورکوي يوه  ورځپاڼه را وباسي  چي نن سبا په  بريتانيا کي هغه ته  د چپيانو ټربيون وايي .


دغه   ورځپاڼه  د يوه   لوی بحران په  اوج  کي و زېږېدله کوم  چي د مارګريټ ټاچر  محافظه کاره  دولت، د نړۍ  د رسنيو  دامپراطورۍ او د چاپي توکو د اتحاديو سره لاس او ګرېوان وو . په هماغه کال کي داسي پيښي هم را منځته سوې چي د واپينګ په کشاله  ( Wapping dispute)  باندي مشهوره  وې  په کومه کي چي د انګلستان شپږ زره تنو د ورځپاڼو کارکونکو په اعتصاب لاس پوري کړی  وو .  د برتانيا دولت په خپل سخت دريزه اقدام سره دد غه   ټولنو  او  د چاپ د اتحاديو غړي  سرکوبه کړل  .


د اينډيپنډنټ ورځپاڼي  خپل کار د هماغه پيل څخه  د وخت د سیاسي فضا   او دټاچر  د دولت  د محافظه کارانه سیاستونو  د په پام کي نيولو سره خپل ځانګړی ځای   د برتانيا د مينځني  ردې خلکو اومعاشخوره  کړيو په مينځ کي   ټينګ کړ .   ان ورځپاڼي لا دغه هدف هم ځانته ټاکلی وو چي د ګارډين او ټايم  د مشهوره ورځپاڼو سره   ټانټې و  چيچي او  هغوی  ته   د سيالۍ چلنج ورکړي .  د دريو کالو وروسته ددې ورځپاڼي تيراژ و څلورو لکو نسخو ته و رسېد چي دغه څه  په هغه وخت کي  و داسي  يوې نو بنياده ورځپاڼي ته يو لوی رقم وو .  خو د  ورځپاڼي سوادګر  حريفان چي بزنس يې  په خبرو او د خلکو د ذهنيت په  اوښتو چلېدی  هغوی بيا نورڅه مدنظر  نيولي  وو . د  کال ۱۹۸۰ په ورستيو کي د برتانيا د مطبوعاتو بازار هم د ددې هيواد د صدر اعظمي  مارګريټ ټاچر د هغه وخت د اقتصادي سیاستو  له کبله او هم  د هغه محدوديتوله بابته چي نوموړې محافظه کاري صدر اعظمي د چاپ پر اتحاديو باندي  لګولی وو،  د اينډيپنډنټ ورځپاڼه هم ددې محدودیتو د نتا‏يجو څخه  په امانه نه سوه پاتي  . د  يکشنبې  اينډيپنډنټ (The Independent on Sunday)  چي د اينډيپنډنټ ورځپاڼي يوه جلا برخه وه    لکه څنګه چي اټکل يې کېده د پرمختګ څخه ولوېده او ددې ورځپاڼي و چلوونکو ته يې  لوی  ضرر پرې ښود .


کوم مالي بحران   چي د ۱۹۹۰  کلو په جريان  کي خپله سايه پر انګلستان باندي  غوړولې وه  نو دا بحران يوازي د اينډيپنډنټ ورځپاڼه و نه وهل، بلکه د دې هيواد ټولي ورځپاڼي يې  د لوستونکو د کمبود  سره مواجه  او دغه بحران  په خپل وار سره ډېره سخته مالي ضربه د انګلستان و ورځپاڼو ته ورکړه . خو البته  په دغه سختو کلو کي بياهم د  اينډيپنډنټ  ورځپاڼي و خپلو برتانوي مخاطبانو ته خپل جذابيت درلود او  دا په دې خاطر هم  وو چي د ورځپاڼي  چلونکو د نړۍ د رسنيو لوی غول او امپراتور  يعني اسټرليايي الاصله يهودي ميليارډر  روپرټ مرډاک سره ډغري وهلې او د ټايم مشهوره ورځپاڼه چي مرډاک رانيولې وه، هغه يې  هم  د خپل يوه رقیب په حيث تر  خپلو سختوضربو لاندي را وستلې وه .  خو په تيرو کلو کي د مالي بحران دوام  د انګلستان ټولي ورځپاڼي د کشه واچولې او د  اينډيپنډنټ ورځپاڼي  هم د ځينو تدابيرو د نيولو سره سره د مالي ستونزو له کبله خپله د پرمختګ لاره رېګنه  و ليدل اود مخاطبانو د جذب روند يې سست  سو . دم درحاله دغه ورځپاڼه څه کم ۱۸۴ زره نسخې تيراژ لري چي چلونکي يې راضي ندي .


د اينډيپنډنټ ورځپاڼه   تېر کال  دالکساند ليبدوفAlexander  Lebedev   په نامه يوه  روسيې ميليارډر رانيوله چي  ددې ورځپاڼي د راتلونکي د پاره زيات څه په نظر کي  لري خو  لا  نده معلومه چي نوموړی به  ورځپاڼي  ته نجات  ورکړي او که څنګه .


د اينډيپنډنټ ورځپاڼه ميانه روه کيڼ اړخه چلند لري ،هغې لا د پخوا څخه په پام کي وه چي  د ګارډين او ټايمز لوستونکي ځانته را کش کړي خو ددې دغه چپ اړخی تمايل  ددې باعث سوچي و ګارډين ورځپاڼي ته لوی رقيب سي .  د اينډيپنډنټ ورځپاڼي لوستونکي په سلو کي ۳۹ ليبرال ډ يموکراټان دي  او ۳۶ په سلو کي يې د کارګر  ګوند خوا نيسي .


دغي ورځپاڼي  پر عراق باندي د امريکا او بریتانيا د ګډي حملې مخالفت کړی وو  او د جورج بوش  د سیاستو سره يې هم نه وه جوړه ،همدارنګه  د فلسطین په مقابل کي د اسرائيلود ناروا او ظالمانه چلند غندنه کوي او د فلسطين د خپلواکه دولت چي شرقي بيت المقدس به يې  پايتخت وي، ملاتړ کوي ،د هغه جناياتو د غندلو په اړه چي په دارفور کي تر سره سوي دي  هم زیاتي مقالې ليکلي دي .


د برتانيا ماجراجويه او ګستاخه  پخوانی صدراعظم ټوني بلير چي پر عراق باندي د ناروا حملي په جنګي جنايت کارۍ تورن دئ ددې ورځپاڼي لخوا تر سختو انتقادو  لاندي وو او په دې هم تورن وو  چي د جوړج بوش لخوا مغز شويه سوی دئ . د غه ورځپاڼه د انګلستان د ګرين د ګوند څخه هم دفاع   او د مهاجرينو د حقوقو څخه هم په کلکه  ملاتړ کوي .
داينډيپنډنټ ورځپاڼه  ديوې بلي  ځانګړتيا په خاطر هم زیاته مشهوره ده چي تر خپلو ليکنو نه  زيات د تصاويرو د لاري د خپلو لوستونکو سره  اړيکه نيسي .


 داينډيپنډنټ ورځپاڼه د انګلستان د ورځپاڼو په کتار کي تر ټولو پياوړې او د معلوماتو ډکه انټر نيټي سايټ لري  . د غه ورځپاڼه د سنډې اينډيپنډنټ (Independent on Sunday) نه علاوه چي د خلکو لخوا د سنډي  (Sindy) په نامه ياديږي يوازي  د يکشنبو په ورځ خپريږي؛   اينډيپنډنټ ستر ډې هم لري چي د شنبو په ورځو کي چاپيږي  . دغه خپرونه هم سرګرمه مطالب او د ټوريسټانو لپاره ګڼ شمې معلوماتي مطالب  لري . 


 مأخذونه :


 http://en.wikipedia.org/wiki/The_Independent
http://www.independent.co.uk/
http://en.wikipedia.org/wiki/Wapping_dispute
http://en.wikipedia.org/wiki/Alexander_Lebedev


ددې لړۍ خپرې سوي برخي :


۱ –سريزه 


۲- هندو


۳- فرانس پريس


۴- الاهرام


۵- رويټر


۶- اسوشيېټيډ پريس


۷- ايتارتاس


۸- يونايټيډ پريس انټرنيشنل


۹- بي بي سي


۱۰- شينهوا


۱۱- واشنگټن پوست


۱۲- نيويارک ټايمز


۱۳- وال سټريټ ژورنال


۱۴- سي اين اين


۱۵- شپيگل


۱۶- لومونډ


۱۷- الجزيره


۱۸- يوميوري شيمبون


۱۹- اساهي شيمبون


۲۰- فايننشييل ټايمز


۲۱ –  ټايمز آف اينډيا


۲۲ – ګارډين


۲۳ – د اکونوميسټ


۲۴ – اينډيپنډنټ

Copyright Larawbar 2007-2024