هلمند : څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

عطاالله محمدي | سپتمبر 1st, 2010


د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ د ګرمسېر په ولسوالۍ کي طالبانو يو پلار او زوى وژلى او د هغه دوه زامن يې ژوبل کړي دي . د هلمندولايت د و الي وياند داود احمدي د يادي پيښي پخلى کوي او وايي چي ياد کسان د دې له امله د طالبانو له لوري ووژل سول چي د طالبانو د مرستي څخه يې ډډه وکړل . نوموړى وايي چي وژل سوى کس عام وګړى ؤ .
د يادولو وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024