په شمال کي يو شمېر سيمي د ټولټاکنو د امنيتي ګواښ سره مخ دي

عطاالله محمدي | سپتمبر 1st, 2010


افغان امنيتي چارواکي وايي چي په شمال کي د درو ولايتونو يو شمېر سيمي د ټولټاکنو د امنيتي ګواښ سره مخامخ دي . دغه څرګندوي په مزار شريف کي تر يوې غونډي وروسته په يوه خبري ناسته کي د ملي امنيت د پوليسو ، ملي اردو قوماندانانو وکړې . په دې غونډه کي په شمال کي د ٣٠٣ پامير زون د پوليسو قوماندان جنرال مجتبى پتنګ ، د سرحدي پوليسو قوماندان عبدالخليل بختيار ، د شمال د ملي امنيت مشر فيض الله او نورو برخه اخستې وه . جنرال پتنګ وويل چي د شمال د درو ولايتو فارياب ، بغلان او کندز ولايتونو په ځينو سيمو او ولسواليو کي امنيت ښه نه دئ . او ټاکني د ګواښ سره مخ دي .

Copyright Larawbar 2007-2024