کندهار: درې تنه ماين ښخوونکي لاس په لاس ونيول سول

34 | سپتمبر 4th, 2010


دکندهارولايت مقام نن شنبې په خپره سوی خبرپاڼه کي ليکلی چي تيره ورځ د ډنډ ولسوالى د ګورګانو په کلي کي پوليسو د خپلي ګزمي پر مهال درې تنه مخالفين پر لويه لاره باندي د ماين ښخولو په مهال لاس په لاس نيولي چي دامهال تر پوښتنو ګرويږنو لاندي دي
داپه داسي حال کي ده چي تېره ورځ دوه تنه وسلوال مخالفين دکندهارښارد١٣مي حوزې دبي بي حواکلاچې په سيمه کي هم دپوليسوپه لاس ورغلي وو.
همدارنګه په خبرپاڼه کي ديوشميرچاودېدونکوتوکودنيولوخبره هم سويده .
لاکن تراوسه پوري وسلوالوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024