طالبان : کیدونکی پارلمانی ټاکنی به ګډی وډی کړی

34 | سپتمبر 16th, 2010


که څه هم چی افغان حکومت اوپه دی هیواد کی میشت نړیوال ځواکونه په یوه خوله دټاکنو دورځی دخوندیتوب او کلکو امنیتی تدابیرو خبره کوی او وایی چی ټول افغانان کولای سی په پوره ډاډ سره خپله رایی وکاروی خو وسلوال طالبان بیا سږنی پارلمانی ټاکنی تش په نامه ډرامه بولی او دګډوډیدو ګوت څڼډنه یی کوی .

په سهیل کی طالب ویاندقاری یوسف احمدی خبری رسنیوته د افغانستان داسلامي امارت په نوم په یوه رالیږل سوی اعلامیه کی ویلی ((دا چي د امريکا لاسپوڅي اداره غواړي چي د اوږي په اووه ويشتنه نيټه د اولسي جرګي په نوم ناکامه ډرامی ټاکني ترسره کړی دویته په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي))

په اعلاميه کي راغلی چي ددي تش په نوم جرګي دپاره لا له وړاندی د امريکا او په افغانستان کي د هغوى د استازو له خوا کسان غوره سوي او دا ټاکنی يی تش په نوم ډرامه بللی .

په اعلامیه کی داهم ویل سوی چي د ټاکنو په ورځ به طالبان په خپل ټول توان سره ګډوډي جوړوي او څوک به پرې نه ږدي چي خپله رايه وکاروی .

په اعلاميه کي يو ځل بيا پر ولسی خلګو باندی ټينګار سوي ، که څوک غواړي خپل ځان وساتي نو ددي پروسي څخه دي ليري اووسي .

وسلوال طالبان پر داسی مهال دکیدونکو پارلمانی ټاکنو دګډوډیدو خبره کوی چی یوازی یوه ورځ ورته پاته ده .

خو افغان او په دی هیواد کی میشت نړیوال ځواکونه بیا په وار وار خبری رسنیوته دخبرو پرمهال پردی ټینګار کوی چی کیدونکی ټاکنی به دکلکو امنیتی تدابیرو تر چتر لاندی ترسره سی.

Copyright Larawbar 2007-2024