د زړې ښځې لیک
خدای پاک ته د زړې ښځې لیک،
یوه ورځ د پوست خونې مامور د هغه لیکونو په کتو بوخت شو چې ادرسونه ېې نا معلوم وه ، یو لیک یې تر لاسه کړ چې په لړزیدلي ګوتو پرې لیکل شوي وه ” خدای(ج) ته لیک”
لیک وړونکي یا د پوست مامورله ځان سره وویل، غوره ده چې دغه لیک خلاص او ولولم، کله یې چې لیک پرانیست په لیک کې داسې لیکل شوي وه:
مهربانه خدایه! اتیا کلنه کونډه ښځه یم چې په ډیر ناچیزه شي باندې خپل ژوند تیروم، تیره ورځ زما د جیب بکس چې سل ډالره پکې وه چا رانه پټ کړ…
دغه پیسې زما د ټولې میاشتې خرڅ وه، راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ اختر دی او ما خپل دوه تنه دوستان هم را بللي دي، خو له هغه سل ډالره پرته نور هیڅ شی هم نلرم چې څه پرې واخلم، هیڅوک هم نلرم چې پور ترې واخلم ، ای خدایه زما یواځنی امید ته یې اوله ماسره مرسته وکړه.
د پوست خونې مامور چې لیک ولوسته ډیر متاثره شو او لیک یې د پوست خونې کارکونکو ته وښود، ټولو خپلو جیبونه وپلټل او هریوه څو ـ څو ډالره له زړې ښځې سره د مرستې په موخه له جیبونو را وایستل ټول ۹۶ ډالره شول او زړې ښځې ته یې واستول.
د پوست خونې ټول کارکونکي خوښ شول چې ښه کار یې تر سره کړی، اختر تیرشو او له دې پیښې څو ورځې تیرې شوې، د زړې ښخې له لوري بل لیک راغی، چې پرې لیکل شوي وه : خدای پاک ته لیک:
د پوست خونې ټول کارکونکي را ټول شول څو لیک ولولي: د لیک مضمون په لاندې ډول وه.
مهربان خدایه! څنګه کولی شم چې له تانه مننه وکړم، ستاسو د مهربانۍ له امله مې له خپلو دوستانو سره ښه او غوره میلمستیا جوړه کړه او ښه ورځ مو سره تیره کړه، ما هغوی ته وویل چې خدای پاک ډیره مهربانه ده، سل ډالره مې ترې غوښتي وه هغه یې راکړه، څلور ډالره یې کم وه چې فکر کوم د پوست خونې کارکونکو به اخیستي وي.