د عارف همدرد د لنډو کيسو ټولګه (شهيده مينه) چاپ شوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 16th, 2010


د نامتو ليکوال محمد عارف همدرد د لنډو کيسو ټولګه (شهيده مينه) چاپ شوه .

د نامتو کيسه ليکونکي محمدعارف همدرد ساپي د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه (شهيده مينه) چاپ او خپره شوه، په دغه ټولګې محمد زيور هيواد مل، قتيل زوى، ارمل خوږياڼي، پروفيسر ډاکټر محمداعظم اعظم، حبيب الله رفيع، همايون همدرد، سيف الله غريبيار او پخپله همدرد ليکنې کړې او د اى وي ټي خيبر خبريال سراج عارف د ليکوال پيژندنه ليکلې.

کتاب د نوي کابل خپرندويه ټولنې لخوا چاپ او خپور شوى ، په کتاب کې لس کيسې راغلي چې درې اتيا مخه لري، سيدجمال الدين افغان، غازي امان الله خان او پروفيسر ډاکټر اشرف غني ته يې ډالۍ شوې او لوستونکي پرې خپله ادبي تنده ماتولى شي.

Copyright Larawbar 2007-2024