دننګرهار دسوداګرۍ په خونه کې يو ورځنى ورکشاپ جوړشو

65 | سپتمبر 22nd, 2010


دښځولپاره دسوداګرۍ اوصنايعو خونې له لورې د EGGI مؤسسې په مرسته دننګرهار دسوداګرۍ په خونه کې يو ورځنى ورکشاپ جوړشو.
دننګرهاردسوداګرۍ اوصنايعو خونې مرستيال خالد صيام وويل په دغه ورکشاپ کې پنځه دېرش تنوښځينه او نارينه سوداګرو ګډون درلود.
نوموړي زياته کړه چې دورکشاپ له پاى ته رسيدو وروسته به ديادې مؤسسې له لورې سوداګروميرمنو ته پور ورکړل شي .
دده په ويناپه دغه پوربه سوداګرې ميرمنې وکولاى شي چې دچرګوړوفارمونه دغاليواوبدل اودمالدارۍ په برخه کې پرې ځانته دکار کولو اسانتياوې برابرې کړي.
دسوداګرۍ اوصنايعو خونې مرستيال وايي چې دسوداګرۍ خونې هدف دخصوصي سکتور همغږي کول،سوداګرو ته اسانتياوې برابرول اودستونزو په صورت کې دحل لارې چارې لټول دي .

Copyright Larawbar 2007-2024