یو ولایت په یو سل او څلویښت زره نفوس

د لراوبر اداره | سپتمبر 21st, 2010


دافغانستان داسلامي جمهوریت دمرکزي احصایی ریس ښاغلي عبدالرحمن غفوري تیره اوونۍ په دغه اداره کې دموجودو اسنادو له مخې رسنیو ته وویل چې ولایت ته پنجشیر ولسوالي لوړیدل دنفوسو له مخې نه بلکې ددغې ولسوالۍ دیوه اوسیدونکي جهادي قوماندان احمدشاه مسعود دغوره کړنو له امله شوي دي.

دغه اداره وایي دپنجشیر نفوس یو سل او څلویښت زره تنه دی او دولایت کیدو معیار نه شي پوره کولای.

دپنجشیر دغیرقانوني ولایت کیدو په اړه دافغانستان داحصایې دمرکزي ادارې دمسوول وروستیوڅرګندونو بیلابیل غبرګونونه راوپارول یو شمیر هیوادوالو په دغه غیر قانوني پریکړه حیراني څرګنده کړه او له عدلي او قضایي ارګانونو او افغان پارلمان څخه یې هیله وکړه چې دغه موضوع له سره وڅیړي او څه چې قانون حکم کوي هغسې کړنه دې وشي. یو شمیر نورو بیا دغه پریکړه وغندله او ویې ویل چې دولت نه باید دیوه شخص په خاطر دقانون خلاف دهیواد په اداري واحدونو کې بدلونونه راولي او هغو هیوادوالوچې ددوی دولسوالیو دنفوسو شمیر زیات دی یو ځل بیا ولایت ته دخپلو سیمو دلوړیدو غوښتنې رابرسیره کړې.

بل خواپه ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې دپنجشیر استازو بیا دافغانستان دمرکزي احصایې دریس وروستۍ څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې دپنجشیر نفوس پنځه سوه زرو ته رسیږي.دوی وویل چې په دغو څرګندونو کې سیاسې موخې پرتې دي او اخطار یې ورکړ چې له داسې څرګندونو څخه دې ډډه وکړي.

دافغانستان د احصایې مرکزي اداره یوازینۍ اداره ده چې په هیواد کې دنفوسو په اړه ارقام اراییه کولای شي نه څو تنه وکیلان او عادي خلک. نو په دې اړه د احصایې دمرکزي ادارې څرګندونې هغه څه دي چې باید حساب پرې وشي ځکه دغه اداره داحصایې او شمیرنو مسوولیت لري. دا داخطار او خبرداریو خبره نه ده لازمه ده ددولتي ادارو په چارو کې څوک لاس وهنه ونه کړي دا څرګنده خبره ده چې په وروستیو کلونو کې زیاتره پریکړې دقانون پر بنسټ نه بلکې دسیاسي معاملو له مخې شوې دي او ځکه خو هرې پریکړې څو تنه زورواکي خوشحاله کړي خو نور هیوادوال یې خواشیني کړي.

پنجشیر زموږ دهیواد یوه ښکلې او ویاړلې دره ده حکومت ته په کار دي دنورو سیمو په څیر دې سیمې ته هم تل توجه وکړي او دهیواد دنورو سیمو دپرمختیا لپاره مشخص پلانونه طرح کړي.

هیڅوک په دې نه خپه کیږي چې دهیواد یوه سیمه یې دقانوني معیارونو له مخې ولایت ته لوړه شي بلکې دا ګټه هم لري دسیمې اوسیدونکي کولای شي خپلې ډیرې ستونزې په خپله سیمه کې حل کړي په هغه صورت کې چې سیمې قانوني معیارونه پوره کړي وي خو په دې برخه کې باید دمور اومیرې چلند ونه شي هسې نه شي چې یوه کوچنۍ او کم نفوسه ولسوالي ولایت شي او بله ګڼ نفوسه سیمه له دغه امتیازه بې برخې شي.

افغانستان زموږ ګډ کور دی هره سیمه یې زموږ دسترګو تور ده او پرې ویاړو خو دا دهر هیوادوال حق دی چې دمتوازن پرمختګ په برخه کې ددولت له پریکړو خبر شي او هره پریکړه دقانون له مخې وشي که چیري پنجشیر د ولایت کیدو معیارونه پوره کړي وي نو حق لري چې ولایت شي او که پوره کړي یې نه وي نو بیا باید ولایت ته لوړ نه شي. سره له دې چې تراوسه زموږ په هیواد کې زیاتره پریکړې د زور او زرو له لارې شوې دي خو موږ با الاخره دا باید ومنو چې دا داخطارونو او خبرداریو خبره نه ده هرڅه باید دقانون په چوکاټ کې دمسوولو ادارو له لارې ترسره شي. په دولتي چارواکو باید زور وانه چول شي چې ددوی په خوښه پریکړه وکړي  دمرکزي احصایې ریس دموجودو اسنادو له مخې څرګندونې کړې دي او بیا یې هم پر هغو ټینګار وکړ ویې ویل په هرصورت دغه اسناد موجود دي .

که څوک وایي چې دغه شمیرنې تخمیني او پخوانۍ دي بیا هم دلته سړی ویلای شي چې که دمخکنیو شمیرنو له مخې هم اجرآت کیږي دخبرداریو ځای نه پکې پاتې کیږي ځکه که دپخوا په نسبت ددغې سیمې نفوس زیات شوی د نورو سیمو چې دولایت کیدو غوښتنه لري هم زیات شوی دی دهغوی حق هم باید په نظر کې ونیول شي.


دادی څه موده وروسته دافغانستان نوی پارلمان جوړیږي باوردی چې نوی پارلمان به دخلکو غوښتنو او دقانون دواکمن کیدلو په برخه  کې لازمې کړنې ترسره کړي.

نوي پارلمان ته په کار ده  دافغانستان داداري واحدونو موضوع وڅیړي او که تیر اداري واحدونه دقانون خلاف جوړ شوي وي باید بیرته منحل شي او که دقانوني معیارونو له مخې دنورو دایجاد اړتیا وي باید نور هم رامنځ ته شي. راتلونکی پارلمان باید دغه موضوعات په لومړي ګام کې حل کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024