کور / تازه خبرونه / دكندهاراوزابل خبريالانودالجزيري دخبريال نيول وغندل

دكندهاراوزابل خبريالانودالجزيري دخبريال نيول وغندل

په كندهاركې دالجزېرې تلويزيون دسيمه ييزخبريال محمدنادر پرنيول كېدوخبريالانوبيلابيل غبرګونونه څرګندكړي
محمدنادرله تيروڅوكلونوراهيستې په سويلي حوزه كې دالجزيرې تلويزيون له عربي برخي سره كاركوي .
نوموړى دچهارشنبې په سهاروختي ۴ بجې دنړيوالوځواكونوله لوري له خپل كورڅخه نيول سوى ،خولايې هم دنيول كېدوعلت ندى په ډاګه سوى .
دمحمدنادرمورلراوبرته وويل چې نړيوال ځواكونه سهاروختي ددوى كورته ورغلل اوهغه يې وينو.
دې په ژړغونې آواز زياته كړل چې (موږنه پوهيږوچې نادرجان څه جرم كړى وو چې ونيول سو)
دكندهاردوالي وياندزلمي ايوبي دمحمدنادردنيول كېدوخبرتاييدكړخوزياته يې كړل چې دوى نه پوهيږي چې هغه چانيولى
ايوبي وويل چې دكندهارولايتي اداره پدې اړه هڅي كوي چې معلومات ترلاسه كړي اوهغه ژربېرته ايله سي .
په كندهاركې گڼوخبريالانودښاغلي نادرپرنيول كېدوباندي سخته اندېښنه ښودلې
په سويل كې دسفما اودكندهارپريس كلب مشرفضل رحمن ته وويل چې (موږدنادرخان نيول كېدل غندواوكه هغه كوم جرم ددلوداى بايدچې دافغان ځواكونوله لوري نيول سوى واى )
دغه رازنوموړي دنيول سوي خبريالان دژرترژره خوشي كېدوغوښتنه وكړل .
بلخوپه زابل كې هم خبريالانودښاغلي نادرپرنيول كېدوباندي خپله خواشيني ښودلې
دزابل دخبريالانوپه استازيتوب بشيراحمدفيضان لراوبرته وويل چې په جګړه كې ښكېلي غاړي بايدتل دخبريالانوكاراوفعاليت ته درناوى ولري اوكه خبريال له ژورناليستكي اصولوڅخه سرغړه ونه كوي نوداطلاعاتواوكلوروزارت له لوري يې بايدچې پوښتنه اوپلټنه وشي .
تراوسه پوري نړيوالوځواكونودنادرخان دنيول كېدوپه اړه څه ندي ويلي .