د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۶) USA TODAY

د لراوبر اداره | سپتمبر 23rd, 2010


د يـو ايـس اې ټـوډې ورځپـاڼـه
 


د امريکا په ويرجينيا کي د يو ايس اې ټو ډې ورځپاڼي مرکزي دفتر

په امريکايی ټولنه کي د عوامو د ذهنيت په اوښتو کي د ټلوېزون را وروسته ورځپاڼي تر ټولو کارنده اثر لوبولی او خورا فايده منه خبري او اطلاعاتي رسنۍ ګڼل کيږي . په دې هيواد کي هره ورځ نيژدې ۶۰ میلیونه نسخې ورځپاڼي خرڅيږي خو ددې هيواد خپروني لږ خپلواکي، لږ سيالي او لږ د ټولني د اکثریت د ګټو استازي دي . په ۱۹۴۵ م کال کي د امريکا د هر پنځو ورځپاڼو څخه څلور يې مستقل چلوونکي او خپلواکه مالکان درلودل او زیاترو به يې په نورمال ډول د خلکو غوندي خپلي خپروني په محلي توګه خپرولې؛ خو هغه دوران نور اوبو يووړ . زیاتره دغه خپلواکي ورځپاڼي د ۱۹۷۰ م کال داو يا يمي لسيزي تر نيمايي پوري د ځانګړو پيسه داره اشخاصو، لويو صنعتي شرکتو، او انحصار ګرانو لخوا را نيول سوې او يا پخپله د همدوی د رقابت په ميدان کي د مينځه ولاړلې . نن اکثره دغه ورځپاڼي د يوڅو ګوتو په شمار د لويو شرکتو او د رسنيو د ميليارډرانو انحصارګرانو په لاس کي لوېدلي دي چي مسؤل مديران يې ان په سلهاوه او حتی په زرهاو کيلومتره د هغوی نه ليري ژوند کوي .

يو ايس اې ټوډې (USA TODAY) ورځپاڼي ته په امريکا کي د يوې سراسري ورځپاڼي په حيث کتل کيږي . دغه ورځپاڼه په ۱۹۸۲ م کال کي د ګانت د شرکت (Gannett Company) لخوا خپره سوه چي مؤسس يې آلن ايچ نيوهارټ (Allen H. Neuharth) نوم درلود . د ګانټ شرکت په ۱۹۰۶ م کال کي د فرانک ګانټ « Frank Gannett » لخوا چي يو جمهوري غوښتونکئ بانفوذه شخص وو، جوړ سو . دغه شرکت تر ۲۰۰۳ م کاله پوري ۹۹ ورځپاڼي او مجلې، ۲۲ ټلوېزوني شبکې په لسهاوه راډيويي سټېشنونه او يو خبري آژانس درلود . ‏

په امريکا کي د يو ايس اې ټوډې ورځپاڼه په ملي کچه د هندوستان د ټايمز آف اينډيا د ورځپاڼي را وروسته په نړۍ کي يوه تر ټولو پرفروشه انګريزي ژبې ورځپاڼه ده، خو زيات خلک هغې ته د يوې مهمي ورځپاڼي په سترګه نه ګوري . په لومړي سر کي دغي ورځپاڼي د امريکا د نورو وتلو ورځپاڼو په تناسب د هفتې په هره ورځ کي، البته غير له شنبو او يکشبو ورځو څخه د څه کم ۲ ميليونه او دوه نيم لکه نسخو په چاپولو سره لوړترينه تيراژ درلود .البته را وروسته دغه رقم تدريجي نزول وکړ چي دم درحاله يې د تيراژ تازه رقم و يوه ميليون او ۸ لکه نسخو ته رسیږي .

د يو ايس اې ټوډې ورځپاڼي د خپلو مخاطبانو د ساتلو او د لانورو د جذبولو د پاره د معاصري ارواپېژندني او روانشانسۍ ټول ميتوډونه او ظرافت کاري په پام کي نيولي او په عوامو کي يې د خپل نفوذ د زياتېدو له پاره په کاراچولي دي . دغه ورځپاڼي د خپلو ليکنو و خپرېدو ته خاص سبک ورکړی دئ او په ځانګړې توګه يې د مطالبو و خلاصه نويسۍ ته زياته پاملرنه کړېده ، مطالب يې د زیاتو تصاويرو سره يوځای خپريږي . يعني دا چي دغه ورځپاڼه ساده نثر کاروي او زیاتر ه په خپلو مطالبو کي د ‏ژبي د قواعدو په رعايت پسې دونه سر نه ګرځوي . هر پراګراف يې په درو جملو کي خلاصه کيږي چي دغه ميتوډ د لوستونکو سره مرسته کوي په آساني سره هغه ولولي او د مطلب پيغام ځيني واخلي . د همدغه سادګۍ او د مطالبو د آسانه درک په خاطر دئ چي په عوامو کي هغې ته د مکډونالډ د همبرګر يا د مک فاسټ فوډ (Mac Fast Food) لقب ورکول کيږي ، او په پسخند سره د غه ورځپاڼه د MacPaper په نامه يادوي .

نن سبا د يو ايس اې ټو ډې ورځپاڼه د امريکې په ټولو پنځوسو ايالاتو کي د توزیع شبکې لري او داسي تلاښ کوي چي د نورو امريکايي ورځپاڼو په مقایسې سره خپل د توزیع خاص ميتوډ وساتي .

ديو ايس اې ټوډې د ورځپاڼي انټرنيټي ويب پاڼه چي په ۱۹۹۵ م کال کي فعاله سوه نن و خپلو ليدونکو ته ټولي خپرې سوي مقالې په ليکه کوي او همدارنګه په هره دقيقه کي نوي خبري مطالب ور سره يوځايوي خو د آرشیف و مقالو ته يې لاس رسي يوازي د پيسو په بدل کي ممکنه ده .

دغه ورځپاڼه د امريکا د خلکو څخه د نظر سنجيو په را ټولو کي هم ځانته زيات شهرت ورکړی دئ . خوپر دې خبري باندي اتفاق يقيني دئ چي د يوې ورځپاڼي اهميت او مقبولیت په زيات تېراژ باندي نه ارزول کيږي ، بلکه زياتره د هغې د مطالبو په کيفيت، او د ليکوالانو د پوهي او د هغوی په ټولنيز مقبولیت ، تجربې او شهرت کي نغښتی دئ ،او يا داچي دغه يا هغه ورځپاڼه د چا د خوا خپريږي او څوک يې لولي اوپه سیاسي لحاظ د چا ملاتړ کوي دغه فکټورونه د هغې په شهرت کي اصلي عوامل دي .

ددې سره سره چي د يو ايس اې ټوډې لوړ تيراژ او زيات شهرت لري خو دغه ورځپاڼه د ۲۰۰۴ کال په لومړيو کي د يوې لويي رسوايي او شرم سره مخامخ سوه . حتی ډيرو دغه رسوايي د امريکا د رسنيو د فعاليت اصلي ماهيت و باله . خبره هغه وخت و خپل اوج ته ورسيده چي د هغې په وجه ددې ورځپاڼي دوه کليدي سرغنه کارمندان يعني د ورځپاڼي لوړ رتبه اډېټره مېرمن کیرن جورجنسن Karen Jurgensen او د خبري څانګي ايډېټر هال ريټر Hal Ritter د ۲۰۰۴ په اپريل کي استعفاوي وکړلې . رسوايي هغه وخت را پورته سوه چي ددې ورځپاڼي يو تر ټولو مشهوره او پخوانی خبريال جک کلي Jack Kelley چي د پوليټزر Pulitzer Prize د جايزې ګټونکی هم وو ،يو جعلکاره خبریال راووت او ثابته سوه چي نوموړي د ځنځيري جعلکارانو د ډلي څخه يو اهم غړی وو چي خپل زیات ګزارشونه او خبرونه يې چي اصلاً واقعیت به يې نه درلود د خپل ځانه جوړ ول او هغه يې بيا د همدې ورځپاڼي په سر کي خپرول . جالبه يې لا داچي نوموړي خبريال د پوليټزر جايزه هم چي په امريکا کي د ژورناليستي فعاليتو تر ټولو لوړه او باعتباره جايزه ده په کال ۲۰۰۱کي د يوه غلط جنګي راپور په وجه تر لاسه کړې وه . نوموړي په درواغو ځان په بيت المقدس کي د يوې انفجاري ځان وژونکي صحنې ناظر ګڼلی او هغه يې و لوستونکو ته معرفي کړی وو، حال داچي نوموړی کس اصلاً ځان وژونکی نه وو .

جک کلي د دوولسيزو په جريان کي د يو ايس اې ټوډې د يوه وتلي ستوري خبریال په حيث د نړۍ و مختلفو برخو ته سفر کړی وو، د ۳۶ هيوادو د مشرانو سره يې مصاحبې کړي وې او په لسهاو د جګړو خبرونه يې په خپلو ګزارشو کي خپاره کړي وه . هغه په همدغه ورځپاڼه کي د ۱۹۹۳ کال څخه بيا تر ۲۰۰۳ کلو پورې په سلهاوه روایتونه، خبرونه او ګزارشونه د خپل ځانه څخه خلق کړي او د هري پيښي څخه يې جعلي او خيالي داستانونه را ايستلي او خپاره کړي وه .

هغه ان په خپلو دغه شاني ګزارشاتو کي تر ټولو درواغجن او تقلبي ګزارش د ۲۰۰۰ م کال د مارچ په لسمه د کيوبا څخه خپور کړ او په هغه کي يې د ژاکلين په نامه ديوې ښځي عکس چاپ کړی وو . نوموړي دغه ښځه هلته د يوه هوټل مستخدمه معرفي کړې وه چي را ورورسته بيا د يوې غراضه کښتۍ په ذريعه په پټه را تښتې او د فلوريډا په تنګه کي په فجيع توګه وژل کيږي . حال داچي دنوموړ عکس ښځه چي «یامیلټ فرينانډز» نوميږي په واقعيت کي ژوندی ده او هيڅکله يې هم داسي ماجرا نه وه تېره کړې . دغه ښځي د بليک موريسن په نامه دنوموړي ورځپاڼي يوه بل خبريال ته دغه خبره روښانه کړه او اعتراف يې و کړی چي ددغه ګزارش متن بلکل يوه ساختګي ماجرا وه .

په يو ايس اې ټوډې ورځپاڼه کي ددغه جعلياتو افشا ګري د امريکا د ژورناليزم په افتضاحاتو کي تر ټولو شرمناکه رسوايي وه چي په هغه وخت کي يې د امريکا د رسنيو په دننه کي د خلکو د اغوا او دتبليغاتو واقعي ماهيت څرګند کړ .

مآخذونه : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه؛

http://en.wikipedia.org/wiki/USA_Today
http://www.usatoday.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/USA_Today
http://www.usatoday.com/news/2004-03-18-2004-03-18_kelleymain_x.htm
http://en.wikipedia.org/wiki/United_States_journalism_scandals
http://en.wikipedia.org/wiki/Gannett_Company
http://en.wikipedia.org/wiki/Al_Neuharth





ددې لړۍ خپرې سوي برخي :







  1. فرانس پريس













































Copyright Larawbar 2007-2024