يو شمير پوليس له طالبانو سره يو ځای سوي دي
تيره ورځ ناوخته دلوګر دازرې په ولسوالۍ کې دداخلي عسکرو۷تنه عسکرهريو ګل باران دعبدالله خان زوئ ،تراب دشيرمحمدزوئ،حليم دعقل الدين زوئ ،کتف دحسن خان زوئ،جمعه ګل دلعل محمدزوئ ،شين ګل دسلام خان زوئ اوسلطان جان درشيد زوئ چې ټول دااوس هم مسلح اوفعال وه ددولت له ليکو بېل او د طالبانو تر څنګ دريدلی دي ، دا خبر د طالب وياند ذبیح الله مجاهد لخوا لراوبر ته په راليږل سوې خبرپاڼه کي راغلې ده ، نوموړي ليکلي چي نوموړي کسان دحقائقوپه درکولوسره دخپلواسلحوسره دمجاهدينوسره يوځای شول اوژمنه يې وکړه چې له دې نه وروسته به په هېواد کې دروان جهادي بهيرسره يوځای داشغال په ضدمبارزه اوجهادکوي .
طالب وياند زياتوي چې وړمه ورځ دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې هم ۴پوليس د۲رنجرموټرو ،آرپي جي راکټ،پيکا ماشينداراو۴ميله کلاشينکوفوسره په سيمه کې دمجاهدينوسره يوځای شول اوژمنه يې وکړه چې له دې نه وروسته به دهېواد دآزادۍ په لارکې له هيڅ نوعه قربانيونه دريغ نه کوي .
د پولیسو په ليکو کي زيات شمېر نالوستي او ځيني په نشه يي توکو روږدي کسان په دندو بوخت دي چي په ځينو سيمو کي د غلاو او نا امنيو ګوته هم دغه ډول غير مسلکي پوليسو ته نیوله کيږي ، دغسي پوليس زياتره وخت د وسله والو طالبانو د بريدونو سره هم مخامخ کيږي، د کارپوهانو په وينا که دغسي پوليس د طالبانو ليکو ته مخه وکړي د کميت له اړخه به دطالبانو ليکي غښتلي کړي مګر څنګه چي داسي کسان په غلا او نشو روږدي خلک دي ، په اساني د طالبانو له نوم څخه په ګټه اخستنه خپلو ناوړو کړنو ته ادامه ورکولای سي .