د سولي د کمېسون ٦٨ کسيز ليست اعلان سو
د افغانستان ولسمشر تر ډېر انتظار وروسته د نن سهار له ژمني سره سم چي د سواد د نړۍ والي ورځي په غونډه کي وکړه، ماځيګر ته د سولي د کمېسون غړي اعلان کړل.
دغه ٦٨ کسيز ليست چي د ولسمشر حامد کرزي د وياند وحيد عمر له خوا مطبوعاتو ته اعلان سو، زياتره غړي يې يا پخواني جهادي مشران دي، چي په کلونو له طالبانو سره جنګېدلي او يا هم د حاکمي دولتي ادارې لوړ پوړي چارواکي دي، چي طالبان اوس هم ورسره جنګېږي.
په ليست کي پر ځينو قومي مشرانو سربېره اته تنې ښځي او د طالبانو د واکمنۍ څو تنه مامورين هم شامل دي.
په ملګرو ملتونو کي د طالبانو استازى مولوي عبدالحکيم مجاهد او د طالبانو يو نظامي قومندان حاجي عبدالواحد (مشهور د باغران په رئيس) هغه پخواني طالب مامورين دي چي د هغوى د واکمنۍ پر مهال يې طالب مشرانو ته نظرونو ارزښت درلودئ.
ښايي د دې ليست پر ترکيب باندي د نظر خاوندان ډيري نيوکوي وکړي، ځکه درې مياشتي دمخه چي په کابل کي د سولي جرګه جوړه او برهان الدين رباني يې مشر وټاکل سو، پر ولسمشر کرزي ډېري نيوکي کېدې چي نه به طالبان د رباني په مشرۍ جوړه سوې جرګه باندي باور وکړي او نه به هم له طالبانو سره د برهان الدين رباني زړه دښمني هغه دې ته پرېږدي چي په دې لاره کي مخلصانه هڅي وکړي. (د خبر پاى)
د کمېسون بشپړ ليست په لاندي ډول دئ، چي په قوسونو کي د خبر د ليکونکي له خوا د ځينو غړيو د بګراونډ په هکله هم لنډ معلومات ورسره يو ځاى سوي دي:
١ . پروفيسور صبغت الله مجددي (د مشرانو جرګې اوسنى رئيس او د سولي د پخواني کمېسون مشر، چي طالبان د آى، ايس، آى ايجنټان بولي)
٢. پروفيسور برهان الدين رباني (په ولسي جرګه کي وکيل، د جمعيت اسلامي ګوند مشر، او پر طالبانو د غتو، غتو (غټو، غټو) بمونو د غورځولو غوښتونکى)
٣. پير سيد احمد گيلاني (د محاذ ملي ګوند مشر، د طالبانو پر مهال جلا وطنه)
٤. شېخ اصف محسني (د حرکت اسلامي ګوند مشر، د طالبانو پر مهال په اېران کي فراري)
٥. پروفيسور عبدالرب رسول سياف (د اتحاد اسلامي مشر، د طالبانو سره مخالف، په ايکسپاير ولسي جرګه کي وکيل)
٦. محمد محقق (د وحدت د پاشل سوي ګوند د يوې څانګي مشر، د طالبانو پخوانى او اوسنى دښمن، چي اوس هم په زغرده له هغوى سره هر راز سوله ردوي)
٧. سيد نورالله سادات (د لراوبر يوه لوستونکي ليکلي چي دا ښاغلى د دوستم د جنبش ګوند مشري کوي، په دې حساب نو دى د هغي ډلي مشر دئ چي په زرونو وسلې پر مځکه ايښي طالبان يې په کانټينرونو کي کباب کړل)
٨. سيد منصور نادري (د کمونستانو د دورې د ملېشو پاته سونى، د کيان درې د اسماعيليه فرقې مشر، چي څو کاله له طالبانو سره وجنګېدئ)
٩. حاجي سليمان ياري
١٠. محمد اسماعيل خان (د اوبو او برېښنا اوسنى سرپرست وزير، د طالبانو کلک مخالف، چي د هغوى د واکمنۍ پر مهال په کندهار کي بندي وو)
١١. ډاکټر فاروق وردګ (د پوهني اوسنى وزير، داسي ښکاري چي ولسمشر کرزى ډېر باور پر لري، ځکه د کرزي په هر کمېسون کي يې نوم شامل وي)
١٢. پوهاند نعمت الله شهراني (د حج او اوقافو پخوانى وزير، پر کرزي ګرانښت يې له دې څخه معلومېږي چي يو وخت يې له ٢٥ وزارتونو څخه دوه شهراني کورنۍ ته په واک کي ورکړي وو، چي يو يې خپله او بل يې په زوى سمبالاوه)
١٣. مولوي ارسلا رحماني (د مشرانو جرګې غړى، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ارشاد او اوقافو وزير، چي نوم يې تازه له تور ليست څخه ايسته سو).
١٤. مولوي پيرمحمد روحاني (د طالبانو پر مهال د کابل پوهنتون رئيس، اوس د ستري محکمې او د علماوو د شورا غړى)
١٥. حاجي محمد نعيم کوچى (د طالبانو په واکمنۍ کي نظامي قومندان او بيا د باګرام په زندان کي بندي، د احمدزيو د قبيلې يو مشر)
١٦. حاجي دين محمد (د ننګرهار او کابل پخوانى والي، چي نه يې په ننګرهار کي يوه خښته پر بله کښېښوله او نه يې په کابل کي کومه توره وکړه)
١٧. ملا تاج محمد مجاهد(د شمالي ټلوالي جنګسالار او کابل پخوانى والي)
١٨. مولوي محمدشاه عادل
١٩. حاجي فضل کريم ايماق
٢٠. مولوي قيام الدين کشاف (ديني عالم، د ستري محکمې غړى او د علماوو د شورا رئيس)
٢١. مولوي محي الدين بلوچ (له طالبانو فراري او د فراه پخوانى والي)
٢٢. مولوي شفيع الله
٢٣. عارف خان نورزى (د سرحدونو پخوانى وزير، د ولسي جرګې پخوانى مرستيال، چي يو وخت د نيويارک ټايمز له خوا د تارياکو په قاچاق کي په لاس لرلو تورن وو)
٢٤. څارنوال محمود دقيق
٢٥. مولوي عطالله لودين (د ولسي جرګې غړى)
٢٦. وکيل انورخان اسحق زى
٢٧. حسن تخاري
٢٨. مولوي عبدالحکيم مجاهد (د طالبانو پر مهال په ملګرو ملتونو کي استازى، اوس پر کور ناست دئ ، خو طالبان وايي د کابل حکومت ته تسليم سوئ دئ)
٢٩. اسدالله وفا(د کونړ او هلمند پخوانى والي، د فساد پر ضد د مبارزې او د شکايتونو د کمېسون مشر)
٣٩. مولوي خدايداد
٣١. قاضي محمد امين وقاد (د حکمتيار د حزب اسلامي پخوانى مرستيال، وروسته ځني جلا سو، د اساسي قانون د کمېسون غړى)
٣٢. حبيب الله فوزي (د طالبانو پر مهال په سعودي عربستان کي سفير).
٣٣. استاد محمد اکبري (د حزب وحدت ګوند د يوې څانګي مشر، د طالبانو پر مهال ور تسليم سو او د هغوى له خوا هم د واليتوب په چوکۍ نازل سوئ وو)
٣٤. عبدالهادي ارغنديوال (د حکمتيار د ګوند پخوانى مالي مسئول، د کابل مېشتو حزبيانو مشر، او د افغانستان د اقتصاد وزير)
٣٥. مولوي شهزاده شاهد (پخوانى جهادي او د کونړ قومي مشر)
٣٦. محمد اسماعيل قاسميار (په ٢٠٠٢ کال د اضطراري لويي جرګې رئيس، چي ترڅټه له پښتنو سره په تعصب ککړ دئ)
٣٧. اميرمحمد اغا (ويل کېږي چي د طالبانو له مشر ملامحمدعمر اخند سره قرابت لري).
٣٨. فقير محمد خان
٣٩. محمد يوسف واعظي
٤٠. عبدالغني خان توخي
٤١. شيرمحمد اخوندزاده (پخوانى جنګسالار، د هلمند پخوانى والي، د مشرانو جرګې غړى، چي د تارياکو په قاچاق کي له عارف خان نورزي او احمدولي کرزي سره يو ځاى د نيويارک ټايمز له خوا تورن سو).
٤٢. حاجي امان الله اتمانزى
٤٣. رئيس عبدالواحد باغراني (پخوانى جهادي او د طالبانو نظامي قومندان، چي په ٢٠٠٢ کال پر کور کښېناست)
٤٤. خليفه قزل اياق
٤٥. مولوي قلم الدين (دا خو به د طالبانو د امرباالمعروف د ادارې قلم الدين نه وي، چي د کابليانو لنډي ږيري به يې په پاج کتلې؟)
٤٦. انجنير ابراهيم سپين زاده (د ملي امنيت د شورا غړى، چي يو څو ورځي يې د افغانستان د ملي امنيت د استخباراتي ادارې سرپرستي هم وکړه)
٤٧. حاجي موسى خان هوتک (قومي مشر او د ولسي جرګې غړى، د طالبانو پر مهال د پلان وزارت مرستيال)
٤٨. مولوي سالک زاده
٤٩. سارا سرخابي
٥٠. جميله حميدي
٥١. حوا علم نورستاني
٥٢. ناجيه زيوري
٥٣. صديقه بلخي
٥٤. گلهار جلال
٥٥. ډاکټره گلالۍ نور صافى
٥٦. قمر خوستۍ
٥٧. عبدالحميد مبارز (د ژورناليستانو په خورا ډېرو اتحاديو کي د يوې رئيس، نوموتې فرهنګي څېره، خو چي متعصب نه واى)
٥٨. صديق احمد عثماني
٥٩. محترم مودودي
٦٠. امين الدين مظفري
٦١. سيد محمد امين طارق
٦٢. وکيل بازمحمد خان زرمتى
٦٣. عبدالخالق حسيني
٦٤. حاجي محمد داود زاهديار
٦٥. محمد هاشم فولاد (د افغان ملت ګوند او ايکسپاير ولسي جرګې غړى)
٦٦. مولوي جوره؟ که جوړه؟
٦٧. حاجي شيرين خان نورزى
٦٨. حاجي فضل کريم فضل (د يوازني پښتو (شمشاد تلوېزون) مشر خو به نه وي؟)