کور / اسلامي / د توحید احکام اومسائل (۱۱)

د توحید احکام اومسائل (۱۱)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمه الله
ژباړه : مؤمن مهاجر (muhajir222@yahoo.com)

دتوحیدپېژندنه :

دتوحیدمفهوم :

دلغت له مخي توحیددوَحَّدَیُوْحِّدُتفعیل دباب مصدردی چي دیوه کولو،یوه بللواونوروپه معنی دی .

شرعاله توحیده مرادداټینګه عقیده ده چي الله جل جلاله موجودی،هغه په خپلوافعالو(یعني ربوبیت) اسماء وصفاتواوعبادت(یعني الوهیت) کي یودی،دی هیڅ سیال اوشریک نه لري . دتوحیدعقیده په نوروبیلابېلو عباراتوهم تعریف شوې ده لکه :

(۱) الله جل جلاله په هغوټولوچاروکي یوبلل چي له ده سره ښايي .

(۲) الله جل جلاله په خپلوحقوقوکي یوبلل .

(۳) پردې ټینګ باوردرلودل چي الله جل جلاله دهرشي خالق،مالک اودټولوکائناتویوازينی منتظم او متصرف دی . یوازي دی دعبادت لائق دی . هیڅ شریک نه لري اوله ده پرته هرمعبودباطل دی اوداسي نور.

(۴) یوازي دیوه الله عبادت کول په دې عقیده چي دی په خپل ذات،صفاتواوافعالوکي یودی .

(۵) داقرارکول چي الله جل جلاله له خپلوټولوکمالي صفاتوسره یودی اویوازي دده عبادت کول .

له دغوټولوتعریفونومعلومېږي چي دتوحیددعقیدې بنسټیزشیان درې دي :

(۱) دربوبیت توحید(۲) دالوهیت توحید(۳) داسماوصفاتوتوحید.

همدغوشیانوته دتوحیددرې نوعې یاډولونه هم ویل کېږي چي تفصیل به یې دتوحیدداقساموپه بحث کي وروسته راشي .

دتوحیدپېژندنه فرض ده :

ځکه چي توحیددالله جل جلاله له خوالومړی امردی،داسلام لومړنۍ غوښتنه ده،په کتاب وسنت کي تربل هر شي پرهمده ډېرټینګارشوی اونړۍ ته هررسول ونبي دهمدې دعوت لپاره راغلی دی . له همدې امله دتوحید دخپلولولپاره دهغه پېژندنه هم فرض ده،ځکه څوچي توحیدپېژندل شوی نه وي،اقسام یې نه وي معلوم شوي نو په سم ډول دهغه عملي کول اوخپلول هم ممکن نه دي . پردې سربېره په قرآن کریم کي دتوحیدزده کولوامرپه دې الفاظوهم شوی دی :

فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ .(محمد: ۱۹) یعني پوه شه چي له الله جل جلاله پرته بل پرحق معبودنه شته .

همدارنګه نبوي فرمان دی : طلب العلم فریضة علی کل مسلم یعني دعلم حصول پرهرمسلمان فرض دی . اوپه دې کي شک نه شته چي درسول الله صلی الله علیه وسلم دافرمان دتوحیدعلم ته په اولی درجه شامل دی .

شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله له یحی بن عماررحمة الله څخه نقل کړی چي دعلم یوډول هغه دی چي له هغه پرته دانسان ژوندپوره نه وي اوهغه دتوحیدعلم دی . بې شکه چي دتوحیدترعلم وروسته دحقیقي ژوند تصورکېدای شي . اوداممکنه نه ده چي یوانسان ترهغوپه حقیقي ژوندموصوف شي چي دالله جل جلاله دتوحید اقراریې نه وي کړی . الهي ویناده : أَوَ مَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ . (الانعام : ۱۲۲)

ژباړه : ایایوداسي سړی چي پخوامړووبیاموږژوندی کړنورموورکړچي له هغه سره په خلکوکي ګرزي . (دلته له نورڅخه مرادتوحیددی) نومعلومه شوه چي دحقیقي ژوندمالک هغه څوک دی چي دتوحیدعلم ورسره وي . (دتوحیدله علم سره سم خپل ژوندتېروي،خوکافرداسي نورنه لري ټول ژوندیې دکفراوضلالت په تیاروکي ډوب وي له همدي امله هغه مړبلل شوی دی )

دسعودي پخواني مفتي ابن بازویلي چي تر ټولو سترفرض کاردتوحیدپېژندنه ده .

صالح الفوزان ویلي دي : انسان چي کوم علم ته ډېره اړتیالري هغه دتوحیداوعقیدې علم دی چاچي داعلم پرېښودنوهغه یقینایولوی فرض پرېښود .