کور / طنز / جریستان

جریستان

سوټ پزې! ډیر ډاریږې د مرګ له آوازې
د عزراییل له ویرې کړکۍ د ټول بینوا تړې
اخیربه یوه ورځ ننوځی لکه قارون په مځکه
ټول به وي بینوا به وي ته به نه يې

جریستان

په دنیا کې یو هیواد شته د جریستان
چې تر آبادي يې ډیره ده ساحه د قبرستان
مشرانو يې ګرو کړی دی هریو خپل ایمان
تر ولسه ډیر ورته ګران دي ګاونډیان
دا مسلمان ملک دی په نامه د جریستان

پاچا يي دی یو ژړانده ماهر شعبده باز
څلوروېښت ساعته په خوله وهي ساز
په ټولو خلکو پلوري د خپل خدمت ناز
په توره شپو ننباسي تک سپين سوییان
دا جادويي ملک دی په نامه د جریستان

مرستیالان یې دي ګیلن والا کلینران
اوس لکه خاکي مداري شوی مداریان
ټوله ورځ جنګوی موشخرما او ماران
ښه پوهیږی دځان په ګټه دخلکو په تاوان
دا عجب ملک دی په نامه دجریستان

وزیران یې لري لکه اوښ پيزوان
په هر کرسۍ کتل کیږي لکه بوټان
ټول جامع الکمالات دی په خپل ګمان
لکه ربوټان یوازې پېژنی خپل باداران
دا کمپوتری ملک دی په نامه د جریستان

وکیلان یې دی بې ازاره غټ قاتلان
له موره زیږېدلی دی مسلکی قصابان
هغوی د ولس شوی دی اوس ترجمانان
هلته غله امران دی مجرمان دی لیکوالان
دا د قانون ملک دی په نامه د جریستان

هلته فساد او غبن ډیر دی پرېمان
په مشرانو کې یې نشته یو باایمان
په کې ارزانه د ی خون د انسان
ولس یې ژوند کوی لکه پسان
دا د سولی ملک دی په نامه د جریستان

څوکۍ ورکول کیږي په اساس د جرم
وکیلان ټاکل کیږي په اساس د ظلم
هلته خوار دي خاوندان د پوه او علم
د هغو د مشرانو اولیا شوی دی شیطانان
دا عجب ملک دی په نامه د جریستان

هلته واک لري غداران او لاس پوڅي
په کې دهر ملک جاسوسان کوی خا لپوڅي
وژل او بندی کیږی یوازی خبرلوڅي
دلته یوازې خوشاله دي مجرمان اورندان
دا نمونه ملک دی په نامه د جریستان

هلته آزادی شته دغلا اوبنده ګي
هر یو یې په خپله سر ډنګوي
ټول ملت دی د پردیو په ګروي
له مجرمه نه شته هیڅ پرسان
دا ښه ملک دی په نامه د جریستان

په دولت راټول دی ډالرمریدان
دولت آوار کړی د یغما دسترخوان
لپاره خپلو دوستانو او برادران
هلته هر خایین بلل کیږی قهرمان
دا اتل ملک دی په نامه د جریستان

هر یو یې وایي زما خر هلته زه هلته
ټوله دی مړه شی امان دی وی زما سرته
ټول شوی ژورې د خپل هیوادبدن ته
د چوره او غلا وروسته شی یویو مسلمان
دا ښه ملک دی په نامه د جریستان

کنايي:

پر خپل سر ډنګول(بی سلا کار کول)؛د یغما سترخوان(غلا او چپاول)
زماخر هلته زه هلته(هغه څوک چې یوازې د ځان ګټه غواړی)