کراچۍ: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان فرهنګي دفتر تړي

52 | سپتمبر 29th, 2010


کراچۍ ښار چې په پاکستان کې د پښتنو تر ټولو لوي ښار دی او د یوې احصایې د مخې پکې پنځه میلونه پښتانه اوسیږي چې دا شمیره د پېښورد ښار د پښتنو نه هم زیاته ده یاد شوي ښار کې په لسګونو فرهنګي ټولنې پکې فعالیت لري او له بلې خوا د جاپان ،فرانیسې،روسیې،اټالیې او ایران په شمول د نورو هیوادونو فرهنګي مرکزونه هم د خپل موجودیت اظهار پکې کوي ،خو د بده مرغه د افغانستان فرهنګي مرکز پکې تړل کیږي ـ

په داسې حال کې چې د کراچۍ فرهنګي دفتر یو مثالي دفتر دی چې په څو برخو ویشل شوی،مجهز کتابتون،د افغانستان په بېلابېلو ښارونو پورې تړلي لاسي صنایع ، د یو موزیم په بڼه افغاني جامې او ګېڼې او په سلګونو انځورونه او د خطاطۍ نمونې او نور ډېر څه پکې شتون لري ـ

د سرچېنې په وینا مخدوم رهین مخکې هم ددغه دفتر د تړلو په هوډ څو څو وار اداري امور ته پشنهادونه لیږلي دی او داځل یې د باندینو چارو د وزارت له لارې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت څخه پوښتلي چې ددفتر د فعالیت په باب رپورټ ورکړي ـ د سرچېنې له مخې دغه یوه بهانه ده ځکه چې دفتر د اسلام اباد نه په زرګونه کیلومیتره لېرې کراچۍ ښار کې موقیعت لري ـ

د یادونۍ وړ ده چې کراچۍ ښار کې د افغانستان د فرهنګی آتشې دفتر په دې موخه پرانیستل شوې و، چې دغه ښار په نړۍ کې د پښتنو تر ټولو لوي ښار دی ـ کراچۍ ښار کې ددغه دفتر ختمیدل دا پوښتنې راولاړوي چې آیا د کراچۍ ښار څخه پښتانه کوم بل ښار ته کوچیدلي دي او کنه بیا د اطلاعاتو او کلتور وزیر د پښتون کلتور وده د افغانستان کلتوري وده نه ګڼي او یوازې ایرانی کلتور ته وده ورکول د افغانستان د کلتور وده ګڼي .

Copyright Larawbar 2007-2024