يوه ګډ نظامي پلاوي د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو څخه ليدنه وکړه
عطاالله محمدي
يوه ګډ نظامي پلاوي نن تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت د ژړى او پنجوايي ولسواليو د امنيتي حالت څخه له نږدې ليدنه وکړه .
ياد پلاوى چي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، په سهېل لوېديزه حوزه کي د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قومندان پاسوال شفيق فضلي، په همدې حوزه کي د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړى وو په پنجوايي ولسوالي کي د همدې ولسوالۍ پر امنيتي حالت باند بحث وکړ.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وويل چي وسله وال اوس په سيمو کي د مخامخ جګړې توان نه لري او يوازي عام وګړي او قومي مشران تهديدوي .
نوموړي همدا ډول وويل چي ملي اردو به تر هغو په سيمه کي پاته وي چي تر څو ملي پوليس اوسيميز پوليس د امنيت نيولو جوګه کيږي .
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي په پنجوايي ولسوالۍ کي د ښې حکومتدارۍ د تطبيق په موخه لس تنه مامورين استخدام سوي چي ډېر ژر به کار پيل وکړي.
ياد پلاوي وروسته د پنجوايې ولسوالۍ په مرکز کي د قومي سپين ږيرو څخه يوې جوړي سوي غوڼده کي ګډون وکړ .
کندهار والي و غونډي ته پخپلو خبرو کي وويل چي زما لومړۍ دنده په دې ولسوالۍ کي وه او معلمي مي کوله چي هغه وخت علمي کچه تر اوسه ډېره ښه وه او دا يې د اندېښنې ځاى وباله .