کور / شعر / د خان زمان کاکړ غزل

د خان زمان کاکړ غزل

زموږ د زړونو بُتان مات کړي ستمګر وختونه
هره خدایي راله میرات کړي ستمګر وختونه

په دې شتمن وطن کي ځان بلا نېستمن ووینم
چي دیدنونه د یار قات کړي ستمګر وختونه

کله به مينه شي ازاده د نفرت له قېده
کله به زړونه خرابات کړي ستمګر وختونه

هغه چي موږ ترې رهبري د قافلې وغواړو
هغه اخته په غم د ذات کړي ستمګر وختونه

امن که شته نو اوس په مستو مېکدو کي شته دی
جنګ په مندر او په جومات کړي ستمګر وختونه

تا له درځم کابله ستا په غېږ کي ساه اخلمه
پیرزو به کله مُلاقات کړي ستمګر وختونه