د ځان وژونکو حملو او ترهګرۍ حقيقت
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه
ليک: انور شاهين خانخېل
برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com
په تېرو ورځو کښې د چارسدې ضلعې د شبقدر سيمې په نحقۍ کلي کښې د عوامي نېشنل ګوندپه يوه غونډه کښې د بم په چاودنه کښې يو شمېر غريب او بې ګناه پښتانۀ ټوټې ټوټې او تيکې تيکې شول چې په دغه پېښه او په لر او بر کښې په نورو داسې پېښو او غمېزو باندې چې څومره هم غم او خفګان وشي نو کم به وي. کۀ څه هم لکه د نورو پېښو په شان له دې پېښې نه هم فوراً پس د حکومت او انتظاميې لخوا خبرونه خپارۀ شول چې دا ځان وژونکې حمله وه د حمله کوونکي سر وموندلے شو او داسې نور بيانونه. خو له دغو بيانونو نه پس خپله د عوامي نشنل پارټۍ د مشرانو لخوا چې کوم غبرګونونه او بيانونه خپارۀ شول په هغو کښې ډېر د غور، فکر او پام وړ ټکي دي چې له دغو بيانونو نه چې د اے اېن پي د مشرانو لخوا د مېډيا له لارې خپارۀ شوي دي په مجموعي توګه په دا ډول خبرې اخلو:
(( (١) په نحقۍ کلي کښې د عوامي نېشنل ګوند په غونډه کښې چاودنه ځان وژونکې حمله نۀ وه بلکې بم اېښودل شوے ؤ. ځکه چې د بم د نصب کېدو په ځاے کښې په زمکه کښې څلور نيم فټه کنده شوې وه چې په ځان وژونکې حمله کښې داسې نۀ کيږي. (٢) دا کار د بې نظير بوټو له وژلې نه پس يو ځل بيا په پاکستان کښې د عامو انتخاباتو د ملتوي کولو سازش ؤ چې مقصد يې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفند يار ولي خان وژل وو. (٣) اسفنديار ولي خان د هغۀ د وژلو د سازش په احساسولو سره د خپل ګوند په غونډو کښې له ګډون څخه بائيکاټ کړے ؤ خو په دغه غونډه کښې يې د ګډون کولو اعلان کړے ؤ خو ورته رانغلو. (٤) له دغې پېښې نه پس د اے اېن پي په حاضر يو مشر باندې يو نامعلوم کس د تماچې ډزې هم وکړې وکړې چې هغۀ د ځان په زمکه غورزولو سره ځان بچ کړ. (٥) د اے اېن پي په هيڅ يوې غونډه کښې به سېکورټي والا کسان نۀ وو او د ګوند کسانو به خپله سېکورټي په خپله کوله او هيڅ پېښه به نه کېده خودغې غونډې ته چې سېکورټي والا کسان راغلي وو نو دغه پېښه رامنځته شوه. او داسې نورې خبرې.
پاس ذکر شوې خبرې له هغو بيانونو نه اخېستې شوي دي چې د اې اېن پي مشرانو د نحقۍ کلي له پېښې نه پس مېډيا ته ورکړي وو.
له دې مخکښې چې په دې باندې څه خبرې وکړو له دې سره اړوندو يو څو پېښو، واقعاتو او شننو ته به لږ پاملرنه وکړو لکه يوه غټه واقعه په پاکستان کښې د مېرمن بې نظير بوټو وژله وه چې له دغې پېښې نه پس هم د حکومت لخوا ضد او نقيض بيانونه خپارۀ شول کله يې ويل ځان وژونکې حمله وه بيا يې وويل په ډزو سره وژل شوې ده، بيا يې وويل چې بمي چاودنه او ډزې دواړه شوې دي بيا يې وويل چې بمي چاودنې سره يې سر د جيپ له چت سره ولګېد او داسې نورې ډېرې ګډې وډې خبرې خو د پيپلز پارټۍ مشرانو دغه ټولې خبرې رد کړي او حکومت او پټې اېجنسۍ يې د مېرمن بې نظير د وژلې عاملان بللي دي هم دا رنګ د چارسدې سيمې په شېرپاؤ کلي کښې د پاکستان د کورنيو چارو د پخواني وزير افتاب احمد خان شېرپاؤ په حجره کښې د لوے اختر د نمونځ په موقع هم يوې پېښې ته لنډه کتنه پکار ده چې په هغې کښې هم ډېر بې ګناه پښتانۀ نمونځ ګزاري ټوټې ټوټې شول.. په دغو ورځو کښې د اشنغر سيمې عامو خلقو چې د سياسې شعور له لحاظه بېدار خلق دي په حجرو کښې په دغه پېښه باندې مختلفې تبصرې کولې: په دغو ورځو کښې په اتمانزو کښې په يوه حجره کښې ناست وم نو هلته يو ناست کس وويل چې زما يو دوست چې د شېرپاؤ کلي دے ويل چې د افتاب شېرپاؤ د حجرې په لويه دروازه باندې سېکورټي والا کسان ولاړ وو او نمونځ د خلقو د چېک کولو لپاره ورسره آلې وې خو هغو آلو به که د چا په جېب کښې به موبائل ؤ که کنجيانې به وې او که نور څه څيز به ؤ چينګار يې پرې کوو نو بس اخېر سېکورټي والا کسانو په هغو سره چېک کول بند کړل او هغه آلې يې يوې خوا ته کېښودې. او بيا خلق بې له چېک کولو نه هم
داسې د نمانځۀ لپاره دننه ورتلل. نو سېکورټي والا وائي چې کېدې شي په دغه وخت کښې ځان وژونکے کس دننه تلے وي او ځان يې الوزولے وي .
نو په حجره کښې دغه يو عام کس په خپله تبصره کښې ځينې ډېرې عجيبه خبرې وکړې او وې ويل چې اوس که دغه خبره مونږ رښتيا وګڼو او دا هم ويل کيږي چې د ځان وژونکي کس هدف افتاب احمد خان شېرپاؤ صېب ؤ نو هر کله چې يو کس چې ځان وژني او د نمونځ ځاے ته هم ورننوتو نو چې په وروستيو صفونو کښې اودرېدو نو مخکښې له افتاب شېرپاؤ سره نزدے يا د هغۀ شا ته صف کښې ولې نۀ اودرېدو، يا يې داسې هم کولې شول چې له نمونځ نه پس به د اختر مبارکۍ په بانه افتاب صېب ته ورغاړه وتې ؤ او خپل کار به يې کړے ؤ او يا چې کوم کس يو بل کس وژني او ځان هم وژني نو د هغۀ لپاره يوه تماچه هم کافي وي چې په هغې سره خپل هدف کړے شوے کس وولي بيا چې هغۀ سره هر څه کيږي کيږي به هغۀ خو هسې هم ځان مرګ ته سپارلے وي.
يا د کوئټې يو کس راته ويل چې زمونږ په ګاونډ کښې په يو ځاے کښې يوه مذهبي غونډه وه او مونږ ټول حفاظتي انتظامات په ښه توګه کړي وو چې په دې دوران کښې د سېکورټي والا يو جيپ راغے او ځايونه يې چېک راچېک کړل خو چې هغه جيپ لږ مخکښې لاړ نو د غونډې د ځاے له دروازې سره يوه زبردسته چاودنه وشوه او څه کسان پکښې ژوبل شول.
همدا رنګ په کرمه اېجنسي په خاصه توګه پاړه چنارکښې سني او شيعه مسلمانان او پښتانۀ په امن او سکون سره اوسېدل خو د ځينو سازشونو او د ځينو عناصرو د خپلو سياسي مقصدونو د حاصلولو لپاره د هغوي هغې ورورولۍ او مينې ته اور ورته کړې شو او هغه مسلمانان وروڼه يې يو بل ته له کافرانو څخه هم بدتر کړل. د کرمې اېجنسۍ د دې وروستيو وختونود شيعه او سني بلکې د طالبانو د ډلې او شيعه ؤ ترمېنځ د جنګ په حقله د پاړه چنار خلقو ويل چې له يوې مودې راهسې به پاړه چنار ته ځينې کسان د طالب په نامه مخ پټي راتلل او هلته به يې ميوزک سنټرونو او د نايانو دوکانونو او نور وګړو ته ګواښونه ورکول او يا به يې ورته له ګواښ نه ډک ليکونه پرېښودل نو شيعه مشرانو په کرتونو د کرمې پوليټيکل اېجنټ ته په دې باب شکايتونه وکړل او ورته يې وويل چې دا کسان منعې کړي چې زمونږ په سيمه کښې شر نۀ جوړوي ځکه چې زمونږ سيمه نۀ سوات دے او نۀ وزيرستان دے او نۀ مونږ دومره تنګ نظره يو چې په معمولي معمولي خبرو خلق کافروو او واجب القتل کوو يې او او نۀ له چا نه په ږيره خريلو يا نمونځ نه کولو باندې سرونه پرې کوو.خو پي اے پرې څه غوږ و نۀ ګرولو او د دغې لړۍ د اودرولو لپاره يې څه خاص اقدام ونکړو.چې بالاخره د له جنګ شروع کېدو نه يوه ورځ مخکښې د زيارت په ورځ ځينې وسله وال کسان چې مخونه يې پټ وو په سني دوکاندارانو وګرځېدل او ورته يې وويل چې سبا د جمعې په ورځ دوکانونه خلاص نه کړئ. په داسې حال کښې چې د جمعې په ورځ به په پاړه چنار کښې شيعه ؤ او سنيانو د جمعې تر اذانه دوکانونه خلاص ساتل خو په دغه جمعه باندې سنيانو دوکانونه خلاص نه کړل او شيعه ؤ هم له اذان نه پس دوکانونه بند کړل او خپل جامع جومات ته د نمونځ لپاره لاړل او چې کله له نمونځ نه پس راووتل نو ورباندې د سنيانو د جومات له منارې نه د راکټونو حمله وشوه او پکښې يو شمېر نونځ ګزاري کسان مړۀ يا ژوبل شول او بس بيا له دغه وخت نه د جنګ اور بل شو او په ټوله کرمه کښې خور شو په همدغه جنګ کښې د يو شيعه کلي ځينو اوسېدونکو په دې وروستيو وختونو کښې ويل چې هغه کسان چې د طالبانو په نامه زمونږ په سيمه باندې حملې لپاره راغلي وو او بيا په جنګ کښې يې ډېر کسان ووژل شول او نور لاړل وتښتېدل او مړي يې پرېښودل خو چې کله د کلي خلقو د هغو مړو جيبونه ولټول نو ځينو سره فوځي شناختي کارډونه راووتل.
په همدغو ورځو کښې مې په پېښور کښې په بس کښې يو ځوان وليد چې چا سره يې په موبائل خبرې کولې او ورته يې ويل چې په ټوله کرمه کښې کرفيو ده او زۀ له پاړه چنار نه په فوځي هېلي کاپټر کښې تر ټله راغلم او بيا په ګاډي کښې پېښور ته راغلم. چې کله يې په موبائل باندې خبرې ختمې کړې نو ما ترې تپوس وکړ ورته مې وويل وروره تۀ په فوځ کښې يې چې په هيلي کاپټر کښې راغلے ويل نه زۀ د پاړه چنار يو عام سني کس يم نو ما ورته وويل چې د خداے لپاره خبره وکړه او مذهبي وابستګي ترې نه يو څنګ ته کړه او راته ووايه چې په پاړه چنار کښې ستاسو سنيانو له شيعه ګانو سره څه اختلافات يا جګړې شوي دي يا له يو بل سره څه بغض او کينه لرئ؟ پاتې برخي ته دا ځای کليک کړئ