کور / تازه خبرونه / مهم خبر: دوستم له دندې ليرې او محاکمې ته وغوښتل شو

مهم خبر: دوستم له دندې ليرې او محاکمې ته وغوښتل شو

په کابل کې د لويې څارنوالۍ چارواکو ويلي دي چې عبدالرشيد دوستم له دندې ايسته کړل شوى او ژر تر ژره دې محاکمې ته حاضر شي، د څارنوالۍ چارواکو ويلي دي چې د دوى د لومړنيو څېړنو له مخې نوموړى مجرم پېژندل شوى او په کار ده چې خپل سپيناوى په محکمه کې وکړي.


 


تر دې وړاندې د عبدالرشيم دوستم او د هغه د سيال اکبرباى ترمنځ هغه وخت ناندرۍ رامنځته شوې چې دوستم د هغه کور ته ورغى،اکبرباى او د هغه د کورنۍ ټول غړي يې ووهل.