خارجي سرتیري ، افغانان دساتیري لپاره وژني

د لراوبر اداره | اکتوبر 9th, 2010


Morgenavisen Jyllands – posten d. 29.sep.2010

دډنمارک په پورتنی ورځپاڼه کی دامریکایی سرتیرودوحشت  بیان شویدی چی دګرانولوستونکولپاره  یی ژباړم.

دامریکامتحده  ایالاتودنوی جنجال برانګیزه موضوع په اړوند چی ددوی دسرتیرو وحشت بیانوی، تکان خوړلی دی

واشنګټن
دپوښتنوپه جریان کی سرتیروپه بی پروایی اوبیله کوم لیدونکی احساس دقتلونوپه اړوندداسی بیان کاوه.
یوبی وسلی ناڅاپی افغان په نښه کاوه اوڅنګه Calvin Gibbsڅنګه ددوی جګړن

دوی هغه دساتیری لپاره په لاسی بم اودټوپک په ډزوواژه.
په دی پیښه کی داسی انځورشته چی امریکایی سرتیری وژل شوی افغانان داسی په نمایش ښکاره کوی لکه لوی بری یی چی په نصیب شوی وی.
دنوموړی فوځی افسرسره دپلټونوپه نتیجه کی دقربانیانویوشمیرپری شوی ګوتی، هډوکی اویوغاښ موجودوه. دیوبل متهم سره دیوافغان ککری شتون درلودی. 
څه دپاسه شپږکاله مخکی دامریکایی سرتیرووحشیانه شکنجی ، سادیستی کړنی اوجنسی تیری یی چی دعراق دابوغریب په زندان کی کړی وه، دادی بیاهغه ته ورته کړنه دامریکایی سرتیرولخواپه افغانستان کی بربنډه شوه. چی په باورسره به دجګړی په ډګرکی جبران نه کیدونکی اغیزه ولری. 
نن شپه پنځه سرتیری چی عمرونه یی ترشلوکالولوړدی، ددروتصادفی افغانانوپه وژلومتهم شوه. ددی پیښی دپوښتنوپه نتیجه کی به څرګنده شی چی نوموړی سرتیری په دی قضیه کی داسی مجرم وګڼل شی چی دپریکړی لپاره پوځی محکمی ته معرفی شی؟ نوکیدلای شی چی دمرګ سزا ورکړه شی. په یوویډیویی
دیوامریکایی تلویوزیونی شبکی Jeremy Morlock ننداره کی(۲۲) کلن

سره داسی بیان کوی: وژنی دیادشوی افسرپه واسطه تنظیم کیدی اوداسی کیسه یی جوړه وله چی ګواکی نوموړی افغانان دجګړی په ډګرکی وژل شویدی.
دمخدره توکواستعمال:
سرتیری ډیروخت دداروګانواوچرسوداستعمال په وجه نشه وه اوعلاوه کوی چی دوی به اکثراً ډیرنشه وه چی د«راموردفوځی» مرکز څخه چی په افغانستان کی دی، به په ګزمه وتل. ددغوسرتیروڅخه یوه تن داهم ومنله چی که دیادشوی افسر دامر څخه یی سرغړونه کړی وای، دمرګ ګواښ ورته متوجه وه.
خپل کورنی ته دنوموړی وحشی افسرپهAdam Winfield دیادشووسرتیروڅخه

 کی اودوژنوپه اړوندلیکلی وه. دنوموړی سرتیرووالیدینوڅوFacebook هکله په

ځله دامریکافوځ ته داړوندی موضوع په هکله اطلاع ورکړی وه.ولی بی ګټی وه. هیچاعکس العمل نه ښودی. مدافع وکیل دامریکی فوځ په دی ملامتوی چی سرتیری یی د سختومخدره موادوپه استعمال سره دندی ترسره کوی.دغه ځوان سرتیری په سخته روحی ناروغتیادلاری دیوبمب دچاودنی په وجه، اخته وه. نوموړی ډیره قوی دارواستعمالول اوبیاهم دندی ته لیږل کیده. مدافع وکیل وایی چی نوموړی سرتیری بایدامریکی ته دمعالجی لپاره رالیږل شوی وای. داډیره ډاره ونکی ده چی نوموړی سرتیری په ویډیویی ننداره کی دوژنی جریان داسی بیانوی لکه دورځنی ژوندچاری چی یوڅوک بیانوی.
دسرتیروهڅوته زیان رسوی
دعراق څخه Gibbs دسرتیرومدافع وکیل ددی ځواب غوښتونکی دی چی ولی
افغانستان ته راوستل شو. دجګړی په درشل کی داسی اوازی وی چی نوموړی سرتیری دورته کړنوباټی وهلی.
دنوموړووژل شووکسانومړی هیڅ وخت نه پیداکیږی نودابه دڅارنوالولپاره ستونرمنه وی چی داسی اسنادپیداکړی چی چاپردغوکسانومرګونی ډزی کړی دی.
دولتی مقاماتو(۷۰) انځورونه اوشواهد پټ کړی دی. موخه یی داده چی دعامو افغانانوسره تراړتیانه زیات حالات کړکیچن نه شی. دامریکی دفوځ لوړپوړی مشران ډارلری، هغه محدودمحبوبیت چی امریکی دخلکوپه منځ کی درلودی اودجګړی په وخت یی ګټه ورڅخه اخیسته، داموضوع همدااوس زیانمن کړی دی

دژباړن  تبصره

په همدی ویبپاڼه  کی می څوورځی مخکی دی ته ورته مضمون دډنمارکی سرتیرو په اړوندوژباړی. دادی اوس په ګران هیوادافغانستان کی دیوبل وحشیانه جنایت شاهدان یوچی دامریکی درسانیوله لیاری رسواکیږی. ډیرتردی بدتره جنایتونه به شوی یی چی دکلونوپه اوږدوکی به بربنډشی. په داسی حالاتوکی نوڅنګه پردی بی دفاع خلکوزړه ونه سوځل شی ولی ګیله ورنه وکړوچی دبهرنی تیریوپه مقابل کی جګړه کوی اویاپه اصطلاح دطالبانوپه لیکوکی دریږی په داسی حال کی چی په تورشپه یی بیګانه وحشی سربازان کورنوته وراوړی اوپه وینوکی لمبوی اویا په ډله ایزه توګه بمونه ورباندی غورزوی اوپه سپینه ورځ یی دادی امریکایی سرتیری اوافسران په وژلواوددوی دبدن په غړولوبی کوی اوان داچی دسرکوپړه اوپری شوی ګوتی یی دځانه سره ساتی. نه پوهیږوچی ددی مظلوم ملت پایله به څه وی. ولی دداسی سرتیرومحاکمه کول اویاسزاورکول هم یوازی خبری دی ځکه دهمدی مضمون دمحتواڅخه پوهیدلای شوچی دروحی ناروغتیا پلمی همدا اوس ورته لټوی ولی اساسی پوښتنه داده :
چی ولی خپل دهیوادوسادیستان زموږبیچاره ولس ته رالیږی اوبیادانوم پری ایږدی چی دافغانانومرستی ته راغلی یو؟

خدای  دی پرافغان مظلوم  ملت خپل رحمت وکړی والسلام‎

Copyright Larawbar 2007-2024