کور / شعر / محمدصدیق پسرلي ته !

محمدصدیق پسرلي ته !

دهېواد پیاوړي اونازکخیال شاعر محمدپسرلي ته ډالۍ

پــسرلیه ! عــمردې خــدای اوږد لره دګل لــپاره
ګــل دې ښــېرازه وي اشــناســتاداوربــــل لــپاره

دنیً کوځه کې دې خدای تاندلره داشوردنــغمو
ســتانــیً دې تــل وي درنــګــونــــودغــزل لــپاره

ښــــه پــــه ســندرو مــالامــال یــې دغــزلــوبــــابــا
زه داڅــــوتــــوري راوړم ســــتادزړه تــسل لــپاره

دځان په ویرخوهرڅوک ژاړي ،مګرکم دي هــغه
(( چې وي ولس پسې ړاندهً )) ژاړي دبل لــپاره

اې دپښتوغــزله ســیال اوسه لــه سیالــو ســره
پــسرلي راوړیــدی ګــلان ســتاداوربــل لــپاره

شمس په شغلووپېیل ستوری اوداهاردغزل
راوړشــاعــره ! ستاددنـګې پـګـړۍ ول لــپاره

پورته په لیندکیوکې دپسرلي صیب ددې نیم بیت یوه برخه ده چې :
کیسه کوه دهغه چې ولس پسې ړندیږي